د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان زعفرانو په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې د خوراکي توکو د خونديتوب نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفرانو ته د خوند درې زرین ستوري یعنې لومړی مقام ورکړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي په دې اړه پرون شنبې جنوري ۱۶ (مرغومی۲۷) له رسنیو سره په خبرو کې وویل: “د افغانستان په استازیتوب یو خصوصي شرکت دغه جایزه ترلاسه کړې ده. افغانستان ته دغه مقام ګټل به د زعفرانو د کښت، پروسس او د صادراتو د ډېښت او د کیفیت لوړوالي سبب شي.”
ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې دغې سیالۍ کې ګټونکی هېواد د زعفرانو د رنګ، خوند او کیفیت پر بنسټ ټاکل کیږي.
دا دریم ځل دی چې د افغانستان زعفران د اروپايي ټولنې له خوا په نړۍ کې د تر ټولو لوړ کیفیته زعفرانو جایزه ګټي.