Home » افغانستان » افغان حکومت: طالبانو په تېرو ۱۲ ورځو کې ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت: طالبانو په تېرو ۱۲ ورځو کې ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پرون شنبه (د غویي ۵مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د روژې په دې دوولسو ورځو کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې ډېر شوی دی.

حمید روشن وایي چې په دې ۱۲ ورځو کې تر ۱۵۰ نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان دي.

هغه وايي په وژل شوو کې پنځوس یې ملکیان دي.

روشن زیاته کړې چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا هم وویل چې د روژې په میاشت کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی په دې مانا دی چې دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي او پر سوله باوري نه ده.

وسله والو طالبانو بیا د کورنیو چارو وزارت پر دې څرګندونو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...