د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي:”جمهوررئیس غني پر دغې خونړۍ پېښې او د هغې په مالي او ځاني زیانونو سخت خواشینی شو او هیله یې څرګنده کړه چې د لبنان حکومت او خلک دغه سخت او غمجن حالت مدیریت کړای شي او په بریالۍ توګه ورڅخه ووځي.”
په بیروت کې پرون سې شنبه د یوې زوروې چاودنې له امله ۷۸ تنه وژل شوي او نژدې ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
ارګ هیله ښودلې چې د لبنان حکومت او خلک د چاودنې له امله رامنځته شوی حالت مدیریت کړي او په بریالي توګه ورڅخه ووزي.
د یاد هیواد چارواکي ویلي چې چاودنه ډيره زوروه وه چې له امله ګڼ مالي تاوانونه هم رامنځته شوي دي.