د پښتونخوا مطرح سياستوال افراسياب خټک وايي، چې د پاکستان پوځي مشرانو په شمول د دې هېواد ديني عالمان په خپل هېواد کې د نجونو د هر راز زدهکړو او جمهوريت پلويان دي او په خبره يې برعکس په افغانستان بيا له دې کار سره مخالفت کوي.
نوموړي نن يکشنبه د (زمري په ۹مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ياد هدف په موخه پاکستان پر افغانستان وسلهوال حاکم او تحميل کړي دي.
خټک کابل ته د پاکستان ديني عالمان سفر ته اشاره کړې او ويلي يې دي، هېچا په ياد پلاوي کې له شاملو ملايانو دا پوښتتنه ونه کړه چې ايا په یوه اسلام کې دغه دوه ډوله چلند څنګه توجیه کوي؟
د پاکستان ديني عالمانو پلاوی که څه هم دامهال بېرته له کابل څخه خپل هېواد ته ستون شوی؛ خو اسلاماباد ته له رسيدو سره سم يې ويلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت مسوولانو ورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستو ډاډ ورکړی دی.