نن سهار شاوخوا ۸ بجې اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون پر غړي حمدالله ارباب برید شوی. اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون غړي حمدالله ارباب رویداد نیوز ته وویل خپله له پیښې روغ وتلی خو موټرچلونکی يي شهید شو.
پیښه په ۸ مه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې
خو د دې پېښې په اړه بیا د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز وايي د یوه لندکرو زر ډوله موټر پورې نښلول شوی بم چاودنه کړې چې په پیښه کې دوه تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.