Home » سپورټ » اسټراليا د کرکټ شل اووريز نړيوال جام اتلولي وګټله

اسټراليا د کرکټ شل اووريز نړيوال جام اتلولي وګټله

د اسټراليا او نيوزېلنډ کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه د (لړم په ۲۳مه) د يوه او بل پر وړاندې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام په پايلوبه کې سره مخ شوې.

د لوبې پچه اسټراليا وګټله او نيوزيلنډ ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. په دې توګه نيوزيلنډ د خپلو ۴ لوبغاړو سوځېدو سره اسټراليا ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.

د نيوزېلنډ لپاره په توپ وهنه کې لوبډل‌مشر کين ويليمسن د ۸۵ منډو په جوړولو سره ښه وځلېده او دغه راز مارټن کپټېل له ده وروسته تر نورو زياتې ۲۸ منډې جوړې کړې.

اسټراليا بيا له د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو سره، د نيوزېلنډ له لوري ورکړل شوی هدف د ۱۹م اوور په وروستي توپ پوره او د جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د اسټراليا لپاره په توپ وهنه کې مېچل مارش ۷۷ ناسوځېدلې، ډيوېډ وارنر ۵۳ او ګلېن مکسوېل ۲۸ منډې وکړې.

د نړيوال شل اووريز نړيوال جام د لوبو په ترڅ کې اسټراليا انګلېنډ ته او نيوزېلنډ پاکستان ته په خپلو ګروپونو کې يوه يوه لوبه بايللې وه. دا لومړی ځل دی چې اسټراليا د کرکټ شل اووريز نړيوال جام اتلولي په خپل نوم کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...