د اسرایيلو پوځ وايي (چهارشبنې، د لړم ۲۳مه) په لبنان کې د حزب الله په ضد عملیاتو کې یې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
اسرايیلي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې «دغه شپږ سرتېري یې د لبنان په جنوب کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي.»
د ویلو ده چې د اسرایيلو او حزب الله ترمنځ دا جګړه د پروسږ کال د اکتوبر په اوومې نېټې پر اسرایيلو باندې د حماس له بریدونو وروسته پیل شوې ده.
د لبنان حزب الله غورځنګ د حماس په حمایت پر اسراییلو باندې د توغندیو بریدونه وکړل.
اسرایيلو د روان کال د سپتمبر په ۳۰مه نېټه لبنان ته ځمکني ځواکونه واستول او تر دې دمه یې په دغه جګړه کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۷ ته رسېدلی دی.