د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته تللی چې د غزې په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پلان باندې وغږېږي.
بلخوا اسراییلو پرون (دوشنبې، د سلواغې ۲۹مه) له غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو او د دې تړانګې اخیستو پلان سره ژمنتیا څرګنده کړې ده.
روبیو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان سره کتلي، دوی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغه وړاندیز تمرکز لري چې غواړي د غزې ۲.۳ میلیون وګړي په دایمي توګه ګاونډیو هېوادونو ته ولېږي اود غزې واک ترلاسه کړي.
د ویلو ده چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو، دوشنبې یو ځل بیا د «متفاوتې غزې» جوړولو په نامه د ټرمپ له پلان سره تعهد څرګند کړ او دا ژمنه یې هم وکړه چې د غزې په تړانګه کې د جګړې پای ته رسیدلو وروسته به په دې سیمې کې نه یوازې حماس بلکې د فلسطین اداره هم رول ونه لري.