Home » سیمه او نړی » اسرائيلو په لبنان او غزه کې ځينې سیمې په توغنديو ويشتلي

اسرائيلو په لبنان او غزه کې ځينې سیمې په توغنديو ويشتلي

د اسرائیلو پوځ په لبنان او غزه کې نن سهار وختي ځینې ساحې په توغندیو ویشتلي دي.

ویل شوي دغه توغندي د هغو راکټي حملو په ځواب کې شوي چې، د حماس ډلې له‌خوا شوې وې.

دا پېښې داسې وخت کېږي چې روانه اوونۍ په بیت المقدس کې پر اقصی جومات د اسرائیلو پولیسو چاپې واچولې. د غزې له بېلابېلو برخو د لویو چاودنو غږونه په داسې حال کې واورېدل شول، چې اسرائیل وویل جټ الوتکو یې لس اهداف ویشتلي چې په هغو کې د حماس ډلې سمڅې او د وسلو د ترمیم او جوړولو ساحې شاملې دي.

حماس ډله د غزې تړانګې پر جنوبي سواحلو کنټرول لري.

د اسرائیل پوځ زیاته کړې، چې د لبنان په جنوب کې یې هم د حماس ډلې اهداف ویشتلي دي.

ځايي اوسېدونکو ویلي دي، د درېیو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

د لبنان د ملکي دفاع یوه چارواکي د پېښې په ځای کې ویلي په دغو چاودنو کې چا ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...