اسرائيلو او د فلسطين په غزې کې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ په نوم فعالې ډلې په خپلو کې له درې ورځنۍ جګړې وروسته د اوربند اعلان کړی.
د فلسطين په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د تېرې جمعې په ورځ له هوايي بريد سر، د يادو ځواکونو او د فلسطين جهادي ډلې ترمنځ جګړه ونښته، چې د ۱۶ ماشومانو په ګډون په کې د ۴۴ عامو وګړو د وژل کېد او له ۳سوو زياتو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اوربند له اعلانېدو سره په سيمه کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د هوايي بمبار او د راکېټي بريدونو د درېدو هيلي زياتې شوي دي.
له اوربند سره سره دواړو خواوو يوه او بل ته دا خبرداری هم ورکړی، که هر لوری د اوربند په اړه له شوې هوکړې سرغړونه وکړه، نو له مقابل لوری به د نظامي اقدام له لارې سخت ځواب ورکوي.
له دې سره په غزې کې ښاروالۍ هم اعلان کړی، چې د اوربند له نافظېدو سره به يې پرسونل د جګړې ځای ته لاړ شي او رامنځته شوې ويجاړي به و اروزي.
د اسرائيلو او د فلسطين اسلامي جهاد ډلې ترمنځ اوربند تېره شپه په ځايي وخت ۱۱نيمې بجې نافظ شوی دی.