د امریکا استازو جرګې د ولسمشر جو بایډن د کووېډ-۱۹ یو اعشاریه ۹ټریلیونه ډالرو د مرستو پروګرام تائید کړی دی
د فبرورۍ پر ۲۷مه د بیل په حق کې ۲۱۹ رایې وکارول شوې خو هېڅ ریپبلکن استازي خپله رایه ونه کاروله. دا بیل به اوس د ډیموکریټ ګوند اکثریت لرونکي سېنېټ ته وړل کېږي.
جو بایډن په انتخاباتي کمپیاین کې د یو ساعت کار په بدل کې د څه د پاسه اوو ډالرو پر ځای د ۱۵ ډالره ورکولو ویلي ول. د بایډن د دې مرستو له لارې به زیاتره امریکایانو ته سړي سر ۱۴۰۰ ډالره ورکول کېږي او دغسې په اربونو ډالره به د واکسینو د رسايۍ زیاتولو، د سکولونو بیرته پرانیستو او د ولسي او ریاستي حکومتي ادارو د مرستو لپاره کارول کېږي.
د کووېد-۱۹ د مرستو پروګرام به د بې روزګاره کسانو د مراعاتو لړ کې او هغو خلکو سره هم مرسته وکړي چې د کرونا کرایې نه شي ورکولای.
ولسمشر بایډن وايي چې دا مرستې به د اقتصادي ستوزنو سره مخ امریکایانو سره مرسته وکړي خو د ریپبلکن ګوند غړي وايي چې دا پلان له حده زیات دی او پکې هغه پالیسیانې موجودې دي چې له وبا سره تړلې نه دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس