د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی چې ازبکستان په افغانستان کې د داسې بنسټيزو پروژو پلي کولو ته لېوالتيا ښودلې، چې له مخې يې سوېلي اسيا له مرکزي اسيا سره وصلېږي.
د بهرنيو چارو وزارت د اقصادي چارو رئيس شفيع اعظم په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، ازبکستان ژمنه کړې چې د ترمز-مزار شریف او د کابل-پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ په رغولو کې فعاله ونډه واخلي.
نوموړي زياته کړې چې د يادو پروژو ترڅنګ ازبکستان په افغانستان کې د لویو لارو او سړکونو، تونلونو، پلونو او دې ته په ورته نورو بنسټيزو پروژو کې، چې د افغانستان له لارې مرکزي او سوېلي اسیا سره نښلېږي د برخې اخیستو او چمتوالي ډاډ ورکړی.
افغانستان د خپل جغرافيهوي موقعيت له مخې، د سوېلي او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د ارتباطي پول حيثيت لري او له همدې کبله د دواړو خواوو هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان له لارې سره وصل شي.