Home » افغانستان » ازبکستان د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د چارواکیو کوربه دی؛ متقي هم ګډون کوي

ازبکستان د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د چارواکیو کوربه دی؛ متقي هم ګډون کوي

د افغانستان د شپږو ګاونډیانو هېوادونو چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیې جګپوړي ډيپلوماتان به نن د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې د افغانستان په اړه په ۲ ورځنۍ غونډه کې خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د چین د بهرنیوچارو وزیر قین ګانګ د خپلو هېوادونو استازیتوب وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د يو پلاوي په مشرۍ نن سهار ازبکستان ته ورسید.

نوموړی به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړي.

په پام کې ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست به د يادې ناستې په څنډه کې د سيمې د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو سره دوې اړخيزې ناستې هم ولري.

د سمرقند غونډه د هغو غونډو د لړۍ څلورمه ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان په نوښت پیل شوې او لومړۍ هغه یې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوه.

د دې لړۍ دوهمه غونډه د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تهران کې او درېیمه یې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د چین په تونزي Tunxi ښار کې جوړه شوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...