Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د طالبانو چلند هڅوونکی نه دی

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د طالبانو چلند هڅوونکی نه دی

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې رامنځته شوو تحوولات او دغلته موجوده وضعيیت له نږدې څاري چې په خبره يې يوه خورا ناسم لور ته روان دی.

د دې ټولنې د بهرني سياست مشر جوزېف بورېل پرون ناوخته د (تلې په ۱۱مه) له خپل سعودي سيال سره يوه ګډ خبري کنفرانس ته وويل، د دوی اروزنه ښيي چې تر دې مهاله په افغانستان کې د طالبانو چلند هڅوونکی نه دی.

نوموړی اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان اقتصادي سقوط ښايي نړۍ ته د ترهګرۍ او دغه راز يو شمېر نور تهديدونه راپورته کړي.

د بورېل په خبره، په نورو تهديدونو کې په لوړه پيمانه له دې هېواد څخه د افغانانو کډوالي هم شامله ده چې دا چاره نړيواله ټولنه له ستونزو سره مخ کولی شي.

جوزېف بورېل دا هم ويلي چې په افغانستان او يمن کې د بشري وضعيت په اړه د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزير  فیصل بن فرحان السعود سره هم غږېدلی دی.

د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته، اروپايي ټولنې هم د ناسم بشري وضعيت له امله له افغانستان سره بشري مرستې پيل کړې خو په مقابل کې يې پراختيايي مرستې په رسميت د حکومت تر پېژندنې پورې ځنډولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...