د اروپايي ټولنې استازي دوشنبه د شپې د (غبرګولي په ۹مه) پر دې سلا شوي، چې له روسيې څخه د نفتو پر واردولو نوي بنديزونه وضعه کړي.
د دې پرېکړې له مخې به، د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال تر پايه اورپا ته د روسيې پر ۹۰ سنله نفتي صادراتو بنديز ولګېږي. په دې بنديزونو کې اورپايي هېوادونو ته د سمندر له لارې د روسيې صادرات شامل دي.
روسيه د سمندر له لارې اروپا ته په زياته پيمانه ګاز صادروي، چې د راپورونو پر بنسټ د اروپايي ټولنې د استازو د پرونۍ پرېکړې له مخې، دا ګاز هم په بنديزونو کې شامل دي.
له دې سره د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي، چې روسيې د اوکراين سمندري بندرونه نيولي او بند کړي يې دي، چې ورسره اوکراين ته د ۲۲ ميليونه ټنو په اندازه د غلې واردول له ستونزو سره مخ شوي.
نوموړي تور پورې کړی چې روسيه په لوی لاس په اوکراين کې د قحطۍ رامنځته کولو هڅه کوي او دا هڅې د فشار د وسيلې په توګه کاروي.