Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: طالبان دې د تاوتريخوالي په کمولو سره اسلامي ارزښتونو درناوی وکړي
رویداد خبري آژانس
د اروپايي ټولنې پارلمان

اروپايي ټولنه: طالبان دې د تاوتريخوالي په کمولو سره اسلامي ارزښتونو درناوی وکړي

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرکنده کړې او پر ياده ډلې يې غږ کړی چې پر عامو خلکو او امنيتي ځواکونو دې بريد ودروي.

د اروپايي ټولنې پارلمان پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، افغان حکومت د سولې په اړه جوړجاړي ته چمتو دی؛ خو په مقابل کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي شدت او دوام له زغم وتلی.

په اعلاميه کې ټينګار شوی چې دا ډله دې د تاوتريخوالي په کمولو سره اسلامي ارزښتونو او بشري قوانينو ته په درناوي قايله شي.

د اروپايي ټولنې پارلمان په اعلاميه کې دغه راز د افغانستان د دوو لسيزو پر لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د بيان ازادۍ، د ښځو، انجونو او ماشومانو د حقونو پر خونديتوب ټينګار شوی دی.

اعلاميې کې د اروپايي ټولنې بېلابېلو برخو ته دا دنده هم سپارل شوې څو له افغانستان سره د راتلونکو اوږمهاله همکاريو په تړاو سټراټيژي ترتيب او پارلمان ته يې وسپاري.

له دې سره افغان حکومت هم د اروپايې ټولنې د پارلمان له دې اعلاميې هرکلی کړی او ټينګار يې کړی چې اروپايي ټولنې د افغانستان سولې او يا رغونې په برخه کې د پام وړ همکاري کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...