Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو پرانيستل مثبت ګام دی

اروپايي ټولنه: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو پرانيستل مثبت ګام دی

اروپايي ټولنې د حکومت له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو پرانيستو او دغه راز د ښوونځيو پرانيستې په اړه د حکومتي چارواکو ژمنه مثبت او ښه اقدام بللی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن وايي، د اسلامي امارت چارواکو له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونو پرانيستو او په راتلونکي کې د نجونو ښوونځيو د پيلېدو ژمنه، د افغانستان راتلونکي لپاره ښه ګام دی.

نوموړي د دې ترڅنګ دا هم ويلي، داسې هيلي شته چې له مخې به يې په افغانستان کې بشري وضعيت هم ښه او سم لوري ته سوق شي.

نېکولسن د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کړی، چې داسې هڅې وکړي څو په پايله کې يې نړيواله ټولنه د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...