اروپايي ټولنې يو وار بيا په افغانستان کې د يوه ټولشموله حکومت د رامنځته کولو پر اړتيا ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د ورته يوه حکومت رامنځته کيدل د افغانانو په ګټه دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلاسن چې د افغانستان په اړه يې د تاشکند په کنفرانس کې ګډون کړی و په خپل ټوېټر کې ليکلي، په افغانستان کې یو داسې ټولشموله حکومت ته اړتیا ده چې ټولې ښځې او سړي، سیاسي، قومي او مذهبي اړخونه په کې ونډه ولري.
نکلاسن له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ورته يوه حکومت تشکيلول مهم بللي و او زياته کړې يې وه، چې دا کار په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات د تحکيم لپاره بستر برابروي.
په ورته وخت کې د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف هم د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس ته د وينا پرمهال، په افغانستان کې د ټولشموله دولت رامنځته کول د ستونزو د حل غوره نخسه بللې.
نوموړي زياته کړې، چې په افغانستان کې اوسني شرايط دا اجابوي، څو يو داسې ټولشموله حکومت رامنځته شي چې د افغانستان ټول سياسي، قومي، مذهبي او مدني اړخونه په کې ونډه ولري.
نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان اوسني واکمنان بايد د شرايط په درک کولو سره، په افغانستان کې د ټولشموله دولت د رامنځته کولو په موخه ګام پورته کړي.