Home » افغانستان » اروپا کې د قاچاقبرو يوه شبکه چې افغان کډوال يې لېږدول، نيول شوې

اروپا کې د قاچاقبرو يوه شبکه چې افغان کډوال يې لېږدول، نيول شوې

په اروپا کې د قاچاقبرانو هغه شبکه چې له يوه هېواد بل ته به يې افغان کډوال لېږدول، د پوليسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوې ده.

اروپايي چارواکو خبر ورکړی چې د قاچاقبرانو دغه شبکه د رومانيې او جرمني پوليسو له لوري د رومانيې په اړوندو سيمو کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې نيول شوې ده.

د راپورونو له مخې، دې شبکې په وروستيو کې نږدې ۲سوه تنه افغان کډوال له رومانيې څخه فرانسې او جرمني ته لېږدولي دي.

که څه هم پوليسو د يادو کسانو د دقيق هويت په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې د دې ۲۱ کسيزې شبکې ۱۶تنه غړي افغانان دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...