د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه.
رجب طیب اردوغان پرون چهارشبنې په ورځ (د زمري ۲۰مه نېټه) ناوخته له ولسمشرغني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال پرون دا هم وویل چې انقره به په افغانستان کې د عادلانه سولې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو په داسې وخت کې دا خبرې کړي دي چې طالبانو د افغانستان یو شمېر ولایتونه نیولي دي او د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره یې سختې حملې روانې دي.
رویټرز اژانس د ترکیې د دوو جګپوړیو چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخیستي، د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د طالبانو د پرمختګونو سربېره انقره د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره په خبرو بوخته ده.
طالبانو پخوا ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت د ساتلو په خاطر په افغانستان کې خپل پوځیان ونه ساتي.