د اتریش د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هغه افغانان وباسي چې جرمي سابقه لري ډېر ژر به له دې هېواد څخه وایستل شي.
د راپورنو له مخې، یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د المان او اتریش چارواکي له څو مودو راهیسې په دې اړوند خبرو بوخت دي.
تېره جمعه المان ۲۸ افغانان چې په دې هېواد کې په بېلابېلو جرمونو تورن و وایستل او افغانستان ته یې راولېږل.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په فرانسه کې د افغان کډوالو د نښتو ویډيو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.
د راپورونو له مخې د دې نښتې اړوند د یاد هېواد د پولیسو لخوا شپږ کسان نیول شوي دي.