Home » سیمه او نړی » ا.ا پر اسراییلو د ایران ځوابي بریدونه «مشروع دفاع» بللې

ا.ا پر اسراییلو د ایران ځوابي بریدونه «مشروع دفاع» بللې

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په ځواب کې ویلي چې ایران تیره شپه «مشروع دفاعي اقدامات» کړي دي.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبې د وري ۲۶مه) په بیانیه کې ویلي: “صهیونیست رژیم په غزه کې د نسل وژنې په دوام، د نورو هېوادونو د محرمیت په تر پښو لاندې کولو او په سیمه کې د پارونکو اعمالو په کولو سره د ناامنۍ په خپرولو سره هڅه کړې ده. د نړۍ پام په غزه کې له خپلو جنایتونو واړوي.”

د ا.ا په دغه بیانیه کې د سیمې او نړۍ له ټولو نفوذ لرونکو هېوادونو غوښتي چې د صهیونیستی رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تېره شپه د اسراییلو پر لور لسګونه بې پیلوټه الوتکې او توغندي وتوغول.

په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې پر اسراییلو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د نړیوالو غبرګونونه راپارولي دي.
د امریکا، بریتانیا، جرمني، فرانسې، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو د ایران بریدونه غندلي دي.

حماس بیا د دې بریدونو په اړه ویلي چې پر اسراییلو برید په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې د اسلامي جمهوریت «طبیعي حق او مناسب ځواب» دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...