Home » افغانستان » ا.ا د سرحدي ستونزو د حل لپاره کمېټه جوړه کړه

ا.ا د سرحدي ستونزو د حل لپاره کمېټه جوړه کړه

د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د سرحدي ستونزو د حل لپاره یې کمېټه جوړه کړې ده.

فطرت یکشنبه د زمري ۱۴مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کمېټه د ا.ا د مشر شېخ هیبةالله اخوندازاده، په حکم د سرحدي سیمو او ډېورنډ کرښې ته نږدې د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې ده.

د ا.ا د ویاند په وینا، د دې کمېټې ریاست د سرحداتو، اقوامو او قبایلو مشر نورالله نوري په غاړه لري او په جوړښت کې یې د سرحدي ولایتونو ولسوالان او د دفاع وزارت مرستیالان شامل دي.

فطرت زیاته کړې ده چې دا کمېټه د سرحدي سیمو د اوسېدونکو لپاره لومړني خدمتونه لکه دیني او عصري زده کړې، روغتیا، مخابرات، سړکونه او د څښلو اوبو ته لاسرسی برابرولی شي.

همداراز د مالیې وزارت ته توصیه شوې چې د دې کمېټې د اړتیا وړ بودیجه تیاره کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...