Home » افغانستان » ا.ا: افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی

ا.ا: افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی

ا.ا یو ځل بیا د یو شمېر هېوادونو هغه ادعا رد کړه چې پر دوی بریدونه په افغانستان کې پلان کېږي او ټینګار یې کړی چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.

د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت نن (دوشنبې، د زمري ۲۹مه) په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې کوم هېواد ته اشاره وکړي لیکلي: “ا.ا څو ځله ویلي چې هېچاته به اجازه ورنه کړو چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد ګټه واخلي.”

فطرت په دې اړه هر ډول اندېښنه رد کړه او ټینګار یې کړی دی چې «د افغانستان ټولې سیمې د ا.ا ترکنټرول لاندې دي او په ټول هېواد کې امنیت شته.»

که څه هم چې د ا.ا مرستیال ویاند د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړي استازي، اصف دراني په افغانستان کې د داعش د ګواښونو خبرداری ورکړی چې ټاکل شوې چې د ۲۰۰۱کال د سپټامبر د یوولسمې په څېر بل برید له دې هېواد څخه ترسره شي.

اکسپرس‌تریبون نن د دراني له قوله راپور ورکړی چې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

د نوموړي په باور په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش بریدونه ښيي چې دا ډله د نړۍ په نورو برخو کې هم د برید کولو پیاوړتیا لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ...