Home » افغانستان » آلمان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو ماموریت تمدید کړ
رویداد خبري آژانس

آلمان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو ماموریت تمدید کړ

د المان حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتیرو ماموریت غځولی دی.

د المان د حکومت دا پرېکړه اوس د دغه هېواد د فدرالي پارلمان تایید ته هم اړتیا لري.

د حکومت دغې پرېکړې له مخې، الماني ځواکونه به تر لسو نورو میاشتو په افغانستان کې پاتې کېږي.

په افغانستان کې د الماني سرتیرو د ماموریت غځولو پرېکړه د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې نږدې یوه اوونۍ وروسته شوې ده.

ناټو ویلي وو، تر اوسه یې له افغانستان د سرتیرو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې.

المان اوسمهال په افغانستان کې ۱۱۰۰ پوځيان لري چې تر امریکا وروسته دا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی شمېر دی.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ ویلي، د نوې پرېکړې له مخې به لږترلږه ۱۳۰۰ جرمني ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري. سټیفن وویل، دا پرېکړه د افغانستان وضعیت ته په پام سره شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...