Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 96)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

ملګري ملتونه: له اړمنو افغانانو سره کيدونکې مرستې به دوام وکړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ مشر فليپوګراندي چې پرون دوشنبه د (کب په ۲۳مه) کابل ته د يوه پلاوي په مشرۍ راغلی وايي، له اړمنو افغانانو سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام ولري. نوموړي ويلي، افغانستان ته يې سفر په دې موخه دی څو په ...

Read More »

محمود صيقل: قطر د افغانستان سولې پروسې له چتر لاندې خپلې موخې تعقيبوي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صيقل وايي، قطر له کلونو او په ځانګړې توګه له وروستيو لسو کلونو را په دېخوا د افغانستان سولې پروسې تر چتر لاندې خپلې سيمه‌ييزې او نړيوالې موخې تعقيبوي. نوموړي پرون دوشنبه د (کب په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د ...

Read More »

روغتيا سازمان: له يو ميليونه زياتو افغان ماشومانو ته د شري ضد واکسين تطبيق کېږي

د روغتيا نړيوال سازمان خبر ورکړی چې د شري ضد واکسين په ترڅ کې چې د روانې مارچ په ۱۲مه پيل شوی ۱.۲ ميليونه افغان ماشومان واکسين شي. دې سازمان پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲۳مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه واکسين به هغو ماشومانو ته ...

Read More »

پښتون قومي جرګه: افغانستان کې دې د لويې جرګې له لارې ټول‌شموله حکومت جوړ شي

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قومي جرګې چې په کې د پښتونخوا، قبايلو او سوېلي پښتونخوا ملتپاله ګوندونو، جريانونو او د فعالانو په کې برخه لرله، نن په څلورمه ورځ پرېکړه‌ليک خپر کړ. د جرګې په پرېکړه‌ليک کې چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان ...

Read More »

ملا هبت‌الله؛ د اسلامي امارت غړو ته تازه لارښوونې کړي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په ۱۴ مواردو کې د اسلامي امارت غړو ته نوې سپارښتنې کړي او ټينګار يې کړی چې د اسلامي امارت غړي دې يادو سپارښتنو ته پابند پاتې شي. په دې سپارښتنو کې له خلکو سره سالم چلند، د قومي او ژبني تبعيض مخنيوی، خپل‌منځي ...

Read More »

خوړو نړيوال سازمان: پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي

د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو ناسم روغتيايي وضعيت ته په پام سره خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکې کې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومان شمېر خورا ډېر شي. دې سازمان تازه نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) ويلي، چې د افغانستان ټولو ...

Read More »

امريکا: روسيې په اوکراين کې د جګړې لپاره له چين د نظامي مرستې غوښتنه کړې

امريکا ادعا کړې چې روسيې له چين څخه غوښتنه کړې، څو په اوکراين کې د جګړې لپاره نظامي مرسته او همکاري ورسره وکړي. د يادې ادعا له مخې، روسيه د اوکراين په جګړې د کمزورې کېدو په حال کې ده او له همدې کبله يې خپل متحد چين ته د ...

Read More »

په شمالي ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو د مرستو وېشل پيل شول

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يې پر اړمنو کورنيو د لازمو خوراکي او غير خوراکي توکو وېشل پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان برخې تازه په خپل ټوېټر کې نن ...

Read More »

پاکستان: پرته له پاسپورټ په تورخم او چمن کې افغانان خپل هېواد ته ستنېدای شي

د پاکستان حکومت اجازه ورکړې چې افغان وګړي له پاسپورټ پرته د تورخم او سپين بولدک له لارو بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي. پاکستاني چارواکو رسنيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې دا پرېکړه پرون يک‌شنبه د (کب په ۲۲مه) د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد ...

Read More »

ترکيه: د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د طالبانو وربلل له رسميت پيژندلو سره تړاو نه لري

ترکي چاواکي وايي، د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د اسلامي امارت پلاوي وربلل په دې موخه نه دي چې ګواکې ترکيه طالبان او د دوی په مشرۍ په افغانستان کې نوی حکومت په رسميت پېژني. د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د انتاليا ډيپلوماټيک فورم له پاي ته ...

Read More »