Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 74)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

يوناما: د حجاب په اړه د طالبانو پرېکړه د دوی له ژمنو سره په ټکر کې ده

ملګرو ملتونو د اسلامي امارت پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی، چې په افغانستان کې يې پر ښځو د حجاب اغوستل جبري کړل او د سرغړونې په صورت کې يې د کورنيو مسوولانو ته د سزا د ورکړې اخطار ورکړی. په کابل کې د دې سازمان سياسي استازولۍ په يوه اعلاميه ...

Read More »

“نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د حجاب پرېکړې په اړه ځوابي اقدام وکړي”

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان سرپرست حکومت پر هغې تازه پرېکړې غبرګون ښودلی، چې له مخې يې په دې هېواد کې د ښځو حجاب جبري ګرځول شوی دی. د دې سازمان د ښځو د حقونو برخې مرستيالې هيدربار ويلي، چې د حجاب په تړاو وروستۍ پرېکړه ...

Read More »

متقي له اهل تشيع مخورو سره په ليدنه کې د امنيت ډاډ ورکړی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي پرون شنبه ناوخت د (غويي په ۱۷مه) په کابل کې د علماوو شورا له يو شمېر غړو او د اهل تشيع له ځينو مخورو سره ليدلي دي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدلهار بلخي پرون په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې ...

Read More »

مکرون د فرانسې منتخب ولسمشر په توګه د دويمې دورې لپاره لوړه وکړه

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نن شنبه د (غويي په ۱۷مه) د منتخب ولسمشر په توګه د خپلې دويمې دورې لپاره لوړه وکړه. د نوموړي د لوړې مراسمو ته شاوخوا ۵سوه تنه کورني او بهرني لوړپوړي چارواکي وربلل شوي وو. مکرون له ...

Read More »

حکومت: که ښځې په مککره توګه حجاب مراعت نه کړي، د کورنۍ مشر به يې مجازات شي

د امر بالمعفرو او نهی عن‌المنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه د ځانګړي پلاوي له لوري ترتيب شوې طرحه نن شنبه د (غويي په ۱۷مه) علني کړه او په کې يې د ښځو له لوري په مککره توګه د حجاب نه مراعتولو په صورت کې، د کورنيو مشرانو ...

Read More »

“افغانستان کې د وضعيت ښه‌والی د ټول‌ګډونه دولت پر جوړېدو پورې تړلی”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش او د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبدالهيان په افغانستان کې د وضعيت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې د ستونزې حل د يوه داسې دولت په رامنځته کولو کې نغښتی، چې د دغه هېواد ټول قشرونه په کې ...

Read More »

امريکا د افغانستان مخکيني پوځ ځيني چورلکې اوکراين ته ورکړي

د افغانستان بيا رغونې لپاره د مريکا ځانګړي مفتش يا سېګار په خپل وروستي راپور کې اوکراين ته د افغانستان مخکيني پوځ د  ځينو چورلکو د ورکړې خبر ورکړی. سېګار زياته کړې، چې په تېره جنوري کې د امريکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته ويلي و، چې د ...

Read More »

د وزيرستان قومي مشرانو د کورونو پرېښودو په اړه د پوځ غوښتنه رد کړه

د سوېلي وزيرستان قومي مشرانو د پاکستان د پوځ هغه غوښتنه رد کړه، چې د پوځي عملياتو پيلولو له امله يې د کورنو د پرېښودو په اړه له ځايي اوسېدونکو کړې وه. د مسيدو قومي مشران چې پرون جمعه د (غويي په ۱۶مه) په سوېلي وزیرستان کې سره جرګه شوي ...

Read More »

جرمني پر افغان کډوالو دې هېواد ته د ورتګ بنديز لګوي

د جرمني شپېګل مجلې په يوه تازه مطلب کې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکي جرمني ته په زياته پيمانه د افغان کډوالو پر ورتګ بنديز لګوي. په راپور کې ويل شوي، چې دا پرېکړه د جرمني د کډوالو له اړوند ادارو سره په همغږۍ د نوموړي هېواد د ...

Read More »

ملګري ملتونه: تېره مياشت سلو کې ۹۳ افغانانو کافي ډوډۍ نه لرله

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله د لوږې کچې پر لوړېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې په تېره ميلادي مياشت کې اکثره افغانانو کافي ډوډۍ نه لرله. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا په يوه ...

Read More »