Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 55)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

ريچارډ بنت: په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو حقونه په ناسم وضعيت کې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت په افغانستان کې د ميرمنو او نجونو پر اوسني وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې ياد وضعيت په دې هېواد کې د بشري حقونو پر ټولو برخو سيوری غوړولی. نوموړي نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلې سياسي استازولۍ ته مرستيال ټاکلی

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د دې سازمان عمومي منشي انتونيو ګوټريش افغانستان ته مارکس پوټزل د خپل ځانګړي استازي د مرستيال په توګه ټاکلی دی. مارکس پوټزل له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ زېږديز کال پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی و او له دې وړاندې يې ...

Read More »

منظور پښتين: له کرښې د تېرېدو پرمهال دې د خلکو سپکاوی او ځورول بند شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، چې له ډيورنډ کرښې د تېرېدو پرمهال د مسافرو ځورول او د هغوی د سپکاوي پېښې زياتې شوي دي. نوموړي په سپين بودلک کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغان مسافرو د سپکاوي وروستۍ پېښې ته په اشارې سره ويلي، ...

Read More »

پاکستان حکومت: د علي وزير په خلاصون کې پرمختګ شوی، ښايي خوشی شي

پاکستاني چارواکو ويلي، چې له زندان څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د دې هېواد په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازي علي وزير په ازادېدو کې پرمختګ شوی دی. د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله له جيونيوز ټلوېزيون سره په خبرو کې ويلي، چې ...

Read More »

امريکا له اوکراين سره د ۱.۲ مېليارد امنيتي او بشري مرستې اعلان وکړ

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، چې د روسيې د نظامي بريد پر خلاف به تل د اوکراين په څنګ کې درېږي او پر وړاندې به يې له اوکراين سره هر راز بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي نن پنج‌شنبه د (غبرګولي په ۲۶مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، ...

Read More »

کرملېن د افغانستان په اړه د ضمير کابلوف وروستۍ څرګندونې رد کړې

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين وياند ديميتري پسکوف د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف هغه څرګندونې رد کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې په اړه يې کړې وې. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲۵مه) يوه خبري کنفرانس ته په دې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانان په اوسني عصر کې خورا بد بشري وضعيت تجربه کوي

ملګرو ملتونو په متواتره توګه په افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او په دې اړه په تازه اقدام کې، د دې سازمان د بشري حقونو شورا کمېشنرې ميشل باشلې ويلي، چې دامهال افغانستان په خورا بدترين بشري وضعيت کې قرار لري. نوموړې پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ...

Read More »

خوړو نړيوال پروګرام: هر لسو افغانانو کې نهه تنه يې کافي خواړه نه لري

د خوړو نړيوال پروګرام په يوه تازه بيان کې ويلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو او تېلو بيو په لوړېدو سره ډېری افغانان له سختې لوږې سره مخ شوي دي. د دې پروګرام د افغانستان برخې مسوولې مري الين مکګرو ارټي د RTA په نوم له يوه ټلوېزيون ...

Read More »

د ايران او ترکمنستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت غوښتنه کړې

د ايران او ترکمنستان ولسمشرانو نن په تهران کې د ليدنې پرمهال د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ، د سيمې او په ځانکړې توګه د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي. د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه) له غرمې وړاندې د ترکمنستان له ولسمشر سردار ...

Read More »

نواز شريف: له مشرف سره شخصي دښمني نه لري او پاکستان ته را ستنېدای شي

د پاکستان واکمن مسليم ليګ‌ن ګوند مشر نواز شريف اعلان کړی، چې د دې هېواد له پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف سره هېڅ شخصي دښمني نه لري او کولی شي چې بېرته پاکستان ته ور وګرځي. وروسته له هغې چې پاکستان ته د مشرف د بېرته ور ګرځېدو راپورونه خپاره ...

Read More »