Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 54)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

متقي: افغانستان او ازبکستان بايد په سیمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونو سره عیار کړي

د بهرنیو چارو سپرست وزیر امیرخان متقي وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان او ازبکستان په سيمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونو سره ځان عيار او ترې مثبت ګټه پورته کړي. نوموړي دا څرګندونې نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) د ازبکستان ملي امنيت شورا له ...

Read More »

شمالي او سوېلي وزيرستان کې ۴ کسان هدفي وژل شوي

د شمالي وزيرستان ځايي مسوولان وايي، چې د ټوچي سيند په غاړه يې د دوو وژل شوو کسانو جسدونه موندلي دي. د چارواکو په خبره، دا دوه کسان د خيبر پښتونخوا د لکي مروت سيمې اوسېدونکي دي او هلته يې د رختونو کاروبار درلود. دوی ويلي، داسې ښکاري چې ياد ...

Read More »

هند له سلو ډېرو افغان سيکانو او هندوانو ته د وېزو اعلان کړی

د کابل په کارته پروان کې د سيکانو پر عبادتځي د وسله‌والو له بريد وروسته، هندوستان ټايمز ورځپاڼې نن يکش‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) د هندي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد له سلو ډېرو افغان سيکانو او هندوانو ته د وېزو ورکولو پرېکړه کړې. د ورځپاڼې په ...

Read More »

برادر: په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصت دی، پانګوال دې ترې ګټه واخلي

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال او د اقتصادي کمېسيون رئيس عبدالغني برادر پر پانګوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره له اوسني رامنځته شوي فرصت اعظمي ګټه واخلي. نوموړي چې نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) يې د افغان پانګې په نوم د يوه شرکت پرانيست غونډې ته ...

Read More »

ډيبورا لاينز: که افغانستان کې پر لنډمهالي حکومت هوکړه شوې وی، لاسته راوړنې به خوندي وې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورا لاينز چې د ماموريت دوره يې پای ته رسېدلې وايي، چې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وړاندې پر يوه لنډمهالي حکومت هوکړې ته اړتيا وه. نوموړې له افغانانو سره د خدای په موخه يوه خپره کړې وينا کې ...

Read More »

روېټرز: داعش پيغمبر ص ته د سپکاوي له امله په کابل کې پر سيکانو د بريد مسووليت منلی

روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په کابل کې د سيکانو پر عبادتځي د پروني وسله‌وال بريد مسووليت منلی دی. روېټرز نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، چې داعش ډلې په خپل ټلکرام کې د ياد ...

Read More »

مجاهد: که له ټي‌ټي‌پي سره مذاکرات ناکام شي، نو افغان خاوره به د هيڅ لوري پر ضد نه کارېږي

 د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د پاکستاني خبريالانو هغو پوښتنو ته ځوابونه ويلي، چې په يوه برېښناليک کې د پاکستان حکومت او تحريک ط.ا.لبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو بهير په اړه پوښتل شوي دي. دې پوښتنو ته د ځوابو په ترڅ کې ذبيح‌الله مجاهد تائيد کړې، چې افغان طالبانو ...

Read More »

امريکا او پاکستان د افغانستان بشري وضعيت مهارولو لپاره خپلمنځي همکاري زياتوي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې عذره ضيا خبر ورکړی، چې امريکا په پام کې لري څو له پاکستان سره د نږدې کار او همکاريو زياتولو له لارې د افغانستان موجوده بشري وضعيت مهار کړي. نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په واشنګټن کې د پاکستان له ...

Read More »

د پښتو ژبې وتلی لېکوال او څېړنکی سيال کاکړ وفات شو

د پښتو ژبې وتلي لېکوال، څېړونکي او شاعر پروفېسور ولي محمدخان (سيال کاکړ) نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) له اوږدې ناروغۍ وروسته پور پرې کړ. کاکړ لومړنۍ زده‌کړې د بلوچستان په پښين کې چې د نوموړي پلارنی ټاټوبی دی کړې وې او لوړې زده‌کړې يې بيا په کووټې او ...

Read More »

کورنيو چارو وزارت: د کابل په يوه درمسال کې لا هم له وسله‌والو سره جګړه دوام لري

د کورنيو چارو وزارت مسوولان وايي، نن شنبه سهار وختي د (غبرګولي په ۲۸مه) څو تنه وسله‌وال بريدګر چې تر اوسه يې هویت نه دی مالوم، د کابل کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر یوه درمسال ور ننوتي. د چاروکو په خبره، بريدګرو له دننه کېدو وړاندې د درمسال ...

Read More »