Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 5)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې بنسټیز لاملونه؛ د نفوس ډېروالی او د ورځو لنډوالی

د مني موسم په رارسېدو او د ژمي په نږدې کېدو سره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه زیاته شوې او د پلازمېنې اوسېدونکي د تګ‌ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د نفوس زیاتوالی، د ورځو لنډېدل، په یو وخت کې د ...

Read More »

افغانستان د مالګې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، افغانستان د مالګې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او دا مهال په هېواد کې د مالګې د استخراج ۱۲ تړنونه شتون لري. دغه وزارت د مالګې د تولید په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي چې له دغو قراردادونو څخه پنځه په تخار، څلور ...

Read More »

بامیان کې تر ۱۵۰ ناروغانو ته د جراحي درملنې زمینه برابرېږي

د جرمني نهه کسیز طبي ټیم د دوه اوونیز ماموریت په ترڅ کې د بامیان په ولایتي روغتون کې شاوخوا ۲۰۰ ناروغان ارزوي، چې له ډلې به یې تر ۱۵۰ کسانو پورې د تخصصي جراحي عملیاتو لپاره وټاکل شي. د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه ټیم د یاد ...

Read More »

يو اېن ډي پي : له ۸.۳ میلیونو ډېرو افغانانو ته مو خدمات رسولي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، چې د «ابادي» پروګرام له لارې یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۸.۳ میلیونه کسانو ته پراختیايي او ټولنیز خدمات وړاندې کړي دي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، د یاد پروګرام په چوکاټ کې د ۲۸ زره ...

Read More »

الهان عمر د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح غوښتنه کړې

د امریکا د استازو جرګې ډیموکراټې غړې الهان عمر د دغه هېواد د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د استیضاح غوښتنه کړې او نوموړی یې له خپل مقام څخه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړی دی. عمر په یوه تازه پیغام کې ویلي، هیګسیت په ایران کې ناقانونه جګړه پر مخ ...

Read More »

په ترکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په اړه د COP31 غونډه پیلېږي

د راپورونو له مخې، د نړۍ د نږدې ۲۰۰ هېوادونو استازي د دوشنبې په ورځ د ترکیې په ساحلي ښار انتالیا کې راټولېږي، څو د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په اړه په دوه اوونیزه غونډه (COP31) کې د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي د مخنیوي او د اقلیمي بدلونونو ...

Read More »

ټرمپ د قطر له لومړي وزیر سره د ایران جګړې او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ليدنه ترسره کوي. د رویټرز د راپور له مخې، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران د جګړې د پای ...

Read More »

شیخ حسینه بنګله‌دېش ته د بېرته ستنېدو لپاره د نوي پاسپورټ او پېژندپاڼې غوښتنه کړې

د بنګله‌دېش ګوښه شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له هند څخه خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو په موخه د نوي پاسپورټ او ملي پېژندپاڼې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د حسینې وکیلانو په نوي ډیلي کې د بنګله‌دېش سفارت ته په یوه ...

Read More »

اردوغان او ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پر پای ته رسولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاتې اختلافاتو پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی دی. دغه‌راز، اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ ...

Read More »

عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته د دوو کلونو لپاره بیا بریالۍ شوه

افغان‌الاصلې امریکایي سیاستوالې عایشه وهاب د امریکا د منځمهاله ټاکنو پر مهال د کالیفورنیا ایالت د ۱۴مې حوزې د استازو جرګې څوکۍ وګټله او د کانګرس لپاره یې د دوو کلونو بشپړه دوره ترلاسه کړه. وهاب د خپلې سیالې میلیسا هرنانډز په وړاندې بریا ترلاسه کړه. نوموړې د امریکا د ...

Read More »