Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 25)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

پر سفارت له بريد وروسته روسيې افغانانو ته د وېزو ورکړه وځنډوله

په کابل کې د روسيې پر سفارت د داعش ډلې له ځانمرګي بريد وروسته، روسيې افغانانو ته د وېزو ورکړه او په کابل کې د سفارت کونسلي خدمتونه وځنډول. دې سفارت پرون د (وږي په ۱۴مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې د لنډمهال لپاره يې په کابل ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

په شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد له امله د پاکستان د پوځ ۵تنه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادو سرتېرو وژل کېدل تائيد کړي او زياته کړې يې ده چې په ځوابي ...

Read More »

داعش ډلې پر روسيې سفارت د پروني بريد مسووليت واخيست

د داعش ياد اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په کابل کې د روسيې پر سفارت د پروني ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه واخيست. داعش ډلې په دې اړه ټلګرام کې ويلي، چې د يادې ډلې يوه غړي په کابل کې د روسيې سفارت د کارکوونکو پر يوه ډله له چاوديدونکو ...

Read More »

کرکټ ملي لوبډله سبا د پاکستان لوبډلې پر وړاندې لوبېږي

ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د (وږي په ۱۶مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړ کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي. د افغانستان کرکټ بورډ مسوولانو ويلي، چې ملي لوبډلې له پاکستان لوبډلې سره د لوبې په موخه پوره چمتووالی نيولی او په خبره ...

Read More »

لوېډ‌ اسټين: له ترهګرۍ سره مبارزه اوس هم پای ته نه ده رسېدلې

د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټين له افغانستان څخه د امريکا او بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزې په مناسبت ويلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه اوس هم پای ته نه ده رسيدلې او په خبره يې واشنګټن د يادې پديدې پر وړاندې د عملياتو لپاره خپله پاملرنه او تمرکز ...

Read More »

د سوداګريزو ستونزو حل لپاره د افغان سوداګرو پلاوی پاکستان ته تللی

د افغان سوداګرو يو پلاوی چې مشري يې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې مرستيال خان جان الکوزی کوي، پر سوداګريزو ستونو د بحث لپاره پاکستان ته تللی دی. دغه پلاوی به د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې په چوکاټ کې د پاکستان له حکومتي ...

Read More »

قاري سعيد خوستي له الهې سره د جنجالي واده له امله بښنه وغوښته

له پرون راهيسې په خواله رسنيو کې د کورنيو چارو وزارت مخکيني وياند قاري سعيد خوستي په اړه متعددې وېډيوګانې لاس په لاس کېږي او په يوه هغه کې يې د الهې په نوم يوه نجلۍ، چې ځان د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصله بولي ادعا کوي، چې قاري ...

Read More »

مجاهد: د افغانستان پر هوايي حريم د امريکا تېری لا روان دی

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (وږي په ۹مه) د بګرام په نظامي هوايي ميدان کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له افغانستان څخه د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزه ونمانځل شي. د دې مراسمو له پيلېدو لږ وړاندې، د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد له رسنيو سره ...

Read More »

له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتو يو کال پوره شو

نن چهارشنبه د (د وږي ۹مه) او د اګسټ ۳۱مه ده، چې وسره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ټيک يو کال پوره شو. سرپرست حکومت پرون؛ د نن ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې رخصتي اعلان کړې او بېګاه شپه په کابل کې د دې ورځې ...

Read More »

امريکا پر تايوان د پرمختللو وسلو د پلورلو هوډ کړی

پوليټيکو خبري اژانس د امريکا دولتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد په پام کې لري پر تايوان خپلې پرمختللې وسلې وپلوري. په راپور کې د سرچينو له قوله زياته شوې، چې ولسمشر جوبايډن په دې اړه کانګريس ته وړانديز هم لېږلی او ترې غوښتي يې دي، چې ...

Read More »