د افغانستان لپاره د فرانسې سفير ډيوېډ ماټينون د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره ويلي، چې طالبان په پنجشېر کې د خلکو په نيولو او ورسره د بد چلند کولو له امله، پر جنګي جنايت مرتکب شوي دي. نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) خپل ټوېټر کې ...
Read More »“له ۲۰۲۱ کال تر دې مهاله ۹ ميليون افغان ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين شوي”
د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO وايي، په افغانستان کې د ګوزڼ له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له تمې سره سمې لاسته راوړنې لري. د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان برخې تازه نن چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ويلي، چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديزکال ...
Read More »د سوات د امن يوه ځايي حرکت مشر په بمي چاودنه کې وژل شوی
د خيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې د امن ځايي حرکت د مشر ادريس خان پر موټر پرون سېشنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) بمي چاودنه شوې ده. ځايي چارواکو ويلي، چې په چاودنه کې په خپله ادريس خان، د نوموړي دوه ساتونکي او دوه نور عام ولسي وګړي وژل شوي ...
Read More »د پاکستان پوځ: افغان طالبان دې د پاکستان خلاف خپلې خاورې کارېدل بند کړي
د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د پاکستان خلاف د ترهګريزو بريدونو په موخه دې د افغانستان د خاورې له کارېدو مخنيوی وکړي. پوځ دا اعلاميه پرون سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) په کرمې ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوځيانو د وسلهوال بريد ...
Read More »حکومت: پنجشېر د چاڼيزو عملياتو پرمهال ۴۰ مخالفان وژل شوي
سرپرست حکومت اعلان کړی چې د امنيتي ځواکونو پرون سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) د پنجشېر په رخه او حصارک ولسواليو کې د مخالفانو پر وړاندې چاڼيز عمليات کړي دي. د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ياد عملياتو په پايله کې د ...
Read More »د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ تازه نښته کې لسګونه ارمني سرتېري وژل شوي
د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ د روسيې په منځګړېتوب له څو مياشتني اوربند وروسته، په ناګورنو قرهباغ سيمه کې يو وار بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوې. تازه د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې له اذربايجان سره ګډې پولې ته څېرمه يې په جګړه کې ۴۹ ...
Read More »کډوالو وزارت: کورني بې ځايه شوو ته د رسېدنې هڅې چټکې شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معين عبدالحمن راشد وايي، چې دې وزارت د داخلي بېځایه شوو کورنيو ته د رسېدنې او د دوی د ستونزو حلولو په موخه جدي هڅې پيل کړي دي. دې وزارت نن سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، ...
Read More »ايران: د سياسي بې ثباتۍ له امله افغانستان ته د ايران صادرات لږ شوي
ايراني چارواکي وايي، په افغانستان او عراق کې سياسي بې ثباتۍ د دې سبب شوي چې يادو دواړو هېوادونو ته د ايراني توکو د صادراتو کچه په مراتبو را ټيټه شي. د ايران د سوداګرۍ پراختيا ادارې د نړيوال کار پياوړتيا برخې مرستيال احمد رضا علايي رسنيو ته تائيد کړي، ...
Read More »يوناما: طالبان دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه افغان کارکوونکو ځورول بند کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما پرون دوشنبه ناوخته (وږي په ۲۱مه) په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خپلو افغان ښځينه کارکوونکو پر ځورولو اندېښنه ښودلې ده. يومانا ويلي، چې طالب چارواکي دې په افغانستان کې دننه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو ازاد تګ ...
Read More »ايران: په افغانستان کې ټولګډونه دولت؛ دغلته د سولې او ثبات لپاره حياتي دی
ايراني چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د يوه داسې ټولګډونه دولت پر رامنځته کولو ټينګار کړی، چې د افغانستان ټول قومونه او اقشار په کې د خپلې ونډې احساس وکړي. د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان دا څرګندونې پرون د نيوزيلنډ له بهرنيو چارو وزيرې نانايا ...
Read More »