Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 165)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

نړيوال بانک: د افغانستان اوسنی وضعيت ښايي د منځنۍ اسيا پر اقتصاد اغېز وکړي

نړيوال بانک په يوه تازه اقتصادي راپور کې چې نن چهارشنبه د (تلې په ۱۴مه) يې خپور کړی ويلي، ډېر احتمال شته چې په افغانستان کې روان مبهم امنيتي او اقتصادي وضعيت د منځنۍ اسيا هېوادونو پر اقتصاد هم اغېز وکړي. په راپور کې زياته شوې دا اندېښنې له دې ...

Read More »

نيويارک ټايمز: افغان پوځ ته د امريکا ورکړل شوې وسلې پر پلورلو سربېره پاکستان ته قاچاق کېږي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امريکا له لوري افغان پوځ ته ورکړل شوې وسلې او مهمات، دامهال د افغانستان په ځينو بازارونو کې په ازاده توګه پلورل کېږي. دې ورځپاڼې ويلي، کندهار هغه ولايت دی چې په کې د امريکايي وسلو د پلورلو عمده او ازاد بازارونه موجود ...

Read More »

د امريکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان مسئلې په اړه خبرې کوي

ټاکل شوې سبا د پنج‌شنبه د (تلې په ۱۵مه) د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ميرمن ونډي شرمن په مشرۍ امريکايي هيئت د افغانستان وضعيت په اړه له پاکستاني چارواکو سره وګوري. د امريکا بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې به مخې، دغه پلاوی به د اکټوبر په ۷مه له نوي ...

Read More »

ايران او پاکستان له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د جاري ساتلو پرېکړه کړې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله اقتصادي وضعيت تر ټول ځوړ حالت ته راغلی، خو ايراني او پاکستاني چارواکي بيا په خپلو کې سلا شوي چې له افغانستان سره به اقتصادي راکړه ورکړه جاري ساتي. د ايران بهرنيو چارو وزارت مرستيال علي ...

Read More »

مکرون: طالبان بايد وپوهېږي چې نړيوال يې په رسميت پېژندلو لپاره شرطونه لري

د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت منلو لپاره دا ډله بايد وپوهېږي چې نړيوال خاص شرايط لري. نوموړي د فرانسې له انټر راډيو سره په مرکه کې چې نن سې‌شنبه د (تلې په ۱۳مه) خپره شوه ويلي، د شلو پياوړو اقتصادي ...

Read More »

د پاسپورټونو د وېش لړۍ رسما بيا پيل شوه

د اسلامي امارت چارواکو نن سې‌شنبه د (تلې په ۱۳مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د پاسپورت د وېش لړۍ له څه د پاسه يوه نيمه مياشت ځنډ وروسته بيا پېل کړه. د چارواکو په خبره، د پاسپورټ د وېش لړۍ به د کابينې له پرېکړې سره سم ...

Read More »

پاکستان کې محکمې مفتي عزيزالرحمن او د هغه ۵ زامن په مدرسه پر جنسي تېري تورن وپېژندل

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د پنجاب ايالتي مشر او دغه راز د منظورالاسلام په نوم د مدرسې محتمم مفتي عزيزالرحمن او د نوموړي ۵ زامن د مدرسې پر زده‌کوونکو د جنسي تيري په قضيه کې تورن وپېژندل. د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، خپله د عزيزالرحمن ...

Read More »

اروپايي ټولنه: ازبکستان دې د افغانستان دوامداره سولې په تامين کې رول ادا کړي

په افغانستان کې وروستيو رامنځته شوي تحوولات چې نړۍ او د سيمې هېوادونه ترې بېلابېل برداشتونه لري، د يادو هېوادونو ترمنځ د بحث محور ګرځېدلی دی. تازه د اروپايي ټولنې او ازبکستان چارواوکو په تاشکند کې د افغانستان روان سياسي وضعيت او دغه راز له دې هېواد سره د بشري ...

Read More »

فېسبوک، انسټګرام او وټساپ په خدمتونو کې د ځنډ له امله بښنه وغوښته

بېګاه شپه د افغانستان په شمول په ډېرو هېوادونو کې فېسبوک، انسټګرام او وټساپ د څو ساعتونو له لپاره اف وو او له همدې کبله يې په يادو هېوادونو کې د خدمتونو وړاندې کولو بهير د لنډ وخت لپاره ټکنی شو. خو له څو ساعته ځنډ وروسته يادو شبکو بېرته ...

Read More »

نورزی: که د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د برېښنا پيسې ور نه کړل شي، کابل به تپه تياره شي

د افغانستان برېښنا شرکت مخکينی رئيس داوود نورزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له  ترلاسه کولو سره د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا له درکه، د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونو قرضداری دی او اړتيا ده چې اسلامي امارت ياد قرضونه بېرته ورکړي. ‎نوموړي له ...

Read More »