برېتانیا د جنورۍ پر ۲۹مه له متحده عربي اماراتو د الوتکو پر نیغ په نیغه پروازونو بندیزونه عملي کړي دي. برېتانوي چارواکي وايي، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره یې له متحده عربي اماراتو ، برونډي او روانډا څخه پروازونه تړلي دي.د برېتانیې ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شپس د جنورۍ په ...
Read More »عمران خان:افغان جګړې کې ګډون د موږ ستره تېروتنه وه
د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد په مخکنیو حکومتونو او چارواکو نیوکه کړې چې ولې یې د افغانستان جګړې کې ګډون کړی دی. عمران خان ویلي، چې دا د پاکستان د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه چې په افغانستان کې يې د امریکا په مشرۍ له ترهګرۍ سره ...
Read More »ولسمشر:زه د سولې مخالف نه بلکې د سولې اتل یم
افغان ولسمشر وایي، چې د جو بايډن په مشري د امريکا حکومت کابل ته يو پلاوی رالېږي چې د سولې روانه پروسه وارزوي. ولسمشر غني چې د اسپن امنیتي مجمع لخوا رابلل شوي بحث کې خبرې یې کولې وویل، امريکا له ولسمشر جو بايډن سره په دې اړه چې څنګه ...
Read More »کابل کې د درملنې په هدف لسګونه معتادین روغتیایي مرکزونو ته یووړل شوي
د روغتیا وزارت وایي، د کابل له بېلابېلو سيمو څخه تر دوه سوه ډېر معتادین راټول او د معتادينو روغتيايي مرکزونو ته يووړل شوي دي. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معتادينو د درمنلې د ملي پروګرام مسوول محمد شعیب شهرام وايي چې، دا کمپاین د کابل په سرای ...
Read More »زیمبابوې له افغانستان سره د سیالیو لپاره ۳ هېوادونو ته د تګ اجازه لري
د زیمبابوې د سپورټ فدراسیون د دغه هېواد کرکټ بورډ ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره د لوبو لپاره اماراتو، پاکستان او یا هم هند ته ولاړه شي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له زیمبابوې سره د لوبو لړۍ به په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په کوربتوب ...
Read More »چین ته د افغانستان په صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې چین ته د افغانستان په صادراتو کې په سلو کې ۸۶ زیاتوالی راغلی. یاد وزارت تېره ورځ د سلواغې په نهمه د افغانستان د ګمرکونو د ادارې د ارقامو په اساس وویل، چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې افغانستان چین ته ...
Read More »انتوني بلینکن:خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل ماموریت ته دوام ورکوي
په داسې حال کې چې د جوبایډن ادارې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د بهرني سیاست ځینې برخې ودرولي یا تر ارزونو لاندې نیولي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې زلمی خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو خپل ماموریت ته دوام ورکړي. د امریکا د بهرنیو ...
Read More »کندهار کې د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي
د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې جګړې او نښتې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي او سلګونه ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. جګړه کې بند پاتې ملکي کسان وايي، د جګړې یو لوري ...
Read More »افغانستان د فساد په درجه بندۍ کې مثبت پرمختګ کړی
نن پنجشنبه جنورۍ ۲۸ (سلواغه ۹) د شفافیت نړیوال سازمان یا ټرانسپرنسي انټرنیشنل د ۲۰۲۰م کال اړوند په خپل کلني تازه رپوټ کې په نړیواله کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې له مخې د هیوادونو درجه بندي اعلان کړې ده. د دغه سازمان د ارزونو په اساس د ۲۰۱۹م ...
Read More »امارات؛ بهرني زده کوونکي اوس خپلې کورنۍ رابللی شي
متحده عربي اماراتو د اقامي په قوانینو کې د اصلاحاتو او تغیراتو خبر ورکړی دی. د دغه خلیجي هیواد د تازه قوانینو له مخې تر دې وروسته بهرني زده کوونکي کولی شي چې خپلې کورنۍ هم متحده عربي اماراتو ته ور وغواړي. د خلیج ټایمز په نوم د متحده عرب ...
Read More »