Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 62)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

ننګرهار کې د داعش ډلې د چاودنو مسؤل ووژل شو

تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلیو سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د انفجاراتو مسؤل د مقاومت په جریان کې وژل شوی. د معلوماتو له مخې وژل شوي کس ...

Read More »

روغتیا وزارت: امنیتي چارواکو ته مو د ۱۲۰ زرو سرتیرو د کرونا ضد واکسین سپارلی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د ملي امینت شورا د پرېکړې له مخې امنیتي چارواکو ته یې د ۱۲۰ زره سرتیرو د کرونا ویروس ضد واکسین سپارلي دي. دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نن یکشنبې (دکب۲۵مه نېټه) د رویداد خبري آژانس ته په مرکه کې وویل:” تر دا ...

Read More »

افغان ځواکونو د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش ټاکل شوی مسوول وژلی

رویداد خبري آژانس

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې له لوري ټاکل شوی مسوول له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی. په هغه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه (دکب ۲۵مه نېټه) د والي له دفتر څخه خپره شوې راغلي چې تېره شپه په مومندرې ...

Read More »

کرکټ؛ هند لوبډلې انګلستان ته په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

رویداد خبري آژانس

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پرون یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه نېټه) په دوهمه شل اووريزه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه. د پنځه شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه خو دويمه لوبه کې هندوستان بيرته ترې خپل غچ واخيستی. په دويمه شل اووريزه لوبه ...

Read More »

د سوریې لس کلنه جګړه؛ څه باندې ۳۰۰ زره کسان پکې وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د بشري حقونو د څار یوه اداره وایي د سوریې په لس کلنۍ جګړې کې ۳۸۸۶۵۲ کسان وژل شوي چې ۲۲۰۰۰ یې ماشومان دي. په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ مې د عربو د پاڅون په لړ کې ولسې مظاهرې وشوې او د ولسمشر ...

Read More »

نیویارک ټایمز: امریکا اوس هم په افغانستان کې زر کسه اضافي سرتیري لري

رویداد خبري آژانس

امریکا په افغانستان کې تر هغه ډېر عسکر لري چې په رسنیو کې یې ښيي. د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ امریکا وایي چې دوی په افغانستان کې ۲۵۰۰ عسکر لري خو په حقیقت کې دغه شمېره ۳۵۰۰ ته رسېږي. ورځپاڼه کاږي چې دا زر کسه اضافي ...

Read More »

بشري حقونو کمېسیون: په تېرو شپږو ورځو کې ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې په هېواد کې یوازې په تېرو شپږو ورځو کې د جګړو له امله ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه کمېسیون پرون یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، تېرو شپږو ...

Read More »

د روسیې پولیسو نږدې ۲۰۰ مخالف سیاستوال نیولي دي

رویداد خبري آژانس

د روسیې پولیسو نږدې دوه سوه کسان چې اکثره یې سیاسي څېرې دي، نیولي دي. دا اقدام هغه مهال ترسره شو چې پولیسو پرون د مارچ په ۱۳مه په اسماعیلوو هوټل چاپه ووهله. دغه هوټل کې ځینو سیاسي څېرو د روسیې د سېپټمبر میاشتې محلي او پارلماني ټاکنو په اړه ...

Read More »

د چین سفیر: د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې هڅه کوو

رویداد خبري آژانس

چین وايي د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې هڅه کوي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره پرون شنبې په ورځ ( د کب ۲۳مه نېټه) کتلي او د سولې او نورو ...

Read More »

امریکا یمن ته بندې شوې بشري مرستې بیا پیل کړې

رویداد خبري آژانس

د امریکا متحدو ایالتونو په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو کې بېرته خپلې بشري مرستې پیل کړي. ملګري ملتونه وايي چې جګړې او قحطۍ په یمن کې لوی بشري بحران جوړ کړی دی. د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو ...

Read More »