Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 195)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

پانګونې اداره:ناامنۍ او فساد هېواد کې د پانګونې مخه ډب کړې

رویداد خبري آژانس

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې اداره وایي چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت، فساد او سختې پالیسي له امله پانګه د وتو په حال کې ده. د یادې ادارې رییس سید زمان هاشمي وایي چې د سیمې ځینې هېوادونو د افغان پانګوالو د جذب لپاره ځانګړې کڅوړې ...

Read More »

ټرمپ په راتلونکو ورځو کې؛له افغانستان د زرګونه عسکرو د ایستلو پرېکړه اعلانوي

رویداد خبري آژانس

ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې له افغانستان د لا ډېرو امریکایي عسکرو د وتلو پرېکړه وکړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هېواد هوايي ځواک ته د وینا پر مهال ویلي چې په نږدې ورځو کې به له عراق او افغانستان د ...

Read More »

ولسمشر:ترهګر په دې بریدونو سولې ته خنډ نه شي جوړولی

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي ترهګر د جنایتونو په ترسره کولو سره د سولې په لار کې خنډ نه شي جوړولی. ولسمشر غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره نن چهارشنبه د سپتمبر ۹ (وږي۱۹) پر لومړي مرستیال امرالله صالح نننی ترهګریز برید غندلی دی. ولسمشر ویلي چې په ...

Read More »

مسؤولین:تورخم ښارګوتي کې افغان او پاکستاني لورې سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه غونډه کړې

رویداد خبري آژانس

په تورخم ښارګوټې کې مسؤولینو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به ۱۴ سوه بار وړونکي موټرې دواړه لورې تګ راتګ وکړي . چارواکي وایي،په تورخم ښارګوټې کې افغان او پاکستاني لورې سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه د ناستې پر مهال پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به ...

Read More »

یمني وسله والو د سعودي عربستان پر یوه هوايي ډګر برید کړی

رویداد خبري آژانس

حوثي یاغیانو له اتو بې پيلوټه الوتکو په استفادې د سعودي عربستان پر ابها هوايي ډګر بریدونه کړي دي. د یمن نظامي چارواکو ویلي چې دوی د سعودي عربستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې ددغه هېواد په جنوب کې پر ابها هوايي ډګر بریدونه کړي دي. ددوی په ...

Read More »

القاعده ډلې؛یمن، امارات او اسراییل ته ګوت‌څنډنه کړې

رویداد خبري آژانس

وروسته تر هغه چې اسراییل د اماراتو تر ملاتړ لاندې د سقطري په نامه جزیرې ته ننوتل، القاعده ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن، امارات او اسراییل ته ګواښ کړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته اسراییل د یمن سقطري جزیرې ته یو ګام نور هم ...

Read More »

بهرنیو چارو وزارت:افغان دولت یوځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوبریخوالي د کمولو په برخه کې د بالمثل چلن هیله لري

رویداد خبري آژانس

بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلن هیله لري. د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دولت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکو خبرو په تړاو، د اروپا ټولنې ...

Read More »

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۷۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۹۶ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ...

Read More »

امرخیل:د اعتماد جوړونې په موخه مسؤلین دې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په ریښتیني توګه شریک کړي

رویداد خبري آژانس

د ننګرهار والي وایي، د اعتماد جوړونې په موخه مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په رښتیني توګه شریک کړي. په ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د سپتمبر په ۷ (د وږې ۱۷) د خپل ...

Read More »

د شهید اونۍ د نمانځنې کمېسیون:هیڅوک حق نه لري په هوایي ډزوعامه نظم اخلال کړي

رویداد خبري آژانس

د شهید اوونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون د دغو مراسمو ګډون کوونکو باندې غږ کړی دی چې په دې مراسمو کې دې د یاد کمیسیون له لوري وړاندې شوي قوانین په کلکه مراعات کړي. ۱- هېڅ‌څوک د دې حق نه‌لري څو د خلکو رواني امنیت اخلال کړي او ...

Read More »