کارپوهان وایي، امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه ده رسېدلې. نیویارک پوسټ د امریکا د یو متقاعد جنرال کارل سټیو له قوله ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته راغلې وه خو پرته له دې چې خپل اهداف تر لاسه کړي دا دی اوس ...
Read More »یونان زرګونه پناه غوښتونکي په موقتي کمپونو کې مېشت او ځای پرځای کړي
د یونان حکومت وايي هغه زرګونه پناه غوښتونکي به په موقتي کمپونو کې مېشت او ځای پرځای کړي چې د لیسبوس په ټاپو کې یې کمپ وسوځېده. د یونان د لیسبوس په ټاپو کې د «موریا» په کمپ کې شاوخوا ۱۲زره پناه غوښتونکي اوسیدل چې اوس له سرپناه پرته ژوند ...
Read More »افغانستان په لومړي ځل په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کمېسیون کې یو څوکۍ ترلاسه کړې
افغانستان په لومړي ځل په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کمېسیون کې یو څوکۍ ترلاسه کړې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازې عادله راز وایي چې افغانستان په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د ښځو په کمېسیون کې یو څوکۍ د څلور کلونو لپاره ترلاسه کړې ده. په ملګرو ...
Read More »د بېلاروس ولسمشرله خپل روسې سیال ویلادمیر پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته تللی
د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د دوشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۴مه له خپل روسي سیال ویلادمیر پوتین سره د خبرو لپاره د روسیې سوچي ښار ته تللی دی. تمه کېږي چې لوکاشینکو ددغه سفر په ترڅ کې د خپل حکومت د بقا لپاره د روسیې له ولسمشر نه د ملاتړ ...
Read More »د بین الافغاني خبرو دوام؛طالبان اوافغان پلاوی به نن هم مذاکراتو ته ادامه ورکوي
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د تماس ډلو پرون دوشنبه د راتلونکو غونډو پر موادو او اجنډاوو توافق کړی دی او پر دې بحثونه شوي چې مذاکرات باید څه ډول مخ ته یووړل شي. بلخوا د افغان پلاوي غړی متین ...
Read More »نادر نادري:نن افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټېمونه عمومي غونډه کوي
ټاکل شوې نن سې شنبه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ عمومي غونډه تر سره شي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټېم ویاند نادر نادري د سپټمبر۱۴ (وږې۲۴) ویلي چې د یادو ټېمونو د «تماس ګروپرونو» پرون دوشنبه د کاري اصولو ...
Read More »طالبانو د لوګر د برکي برک ولسوال پر کور برید کړی
تېره شپه وسله والو طالبانو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په ګمران سیمه کې د دې ولایت د برکي برک ولسوال احمدویس عبدالرحیمزي پر کور وسله وال برید کړی دی. د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ویلي چې په یاده پېښه کې ولسوال ته کوم زیان نه دی اوښتی،خو ...
Read More »خلیلزاد امریکایي استازیو ته د افغان سولې د روان بهیرپه اړه وضاحت ورکوي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د سولې د روان بهیر په اړه د امریکا کانګریس ته معلومات ورکړي. د امریکا د کانګریس د ملي امنیت کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد منلې چې د دوحې له سفر تر ستنېدو ...
Read More »کرنې وزارت:نورستان کې له یو شمېر کروندګرو سره مرستې وشوې
کرنې وزارت وایي، نورستان ولایت کې یې له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره بېلابېلې مرستې کړې دي. د نورستان د کرنې ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو او مالدارانو سره د جلغوزیو د غوټو راټولولو د عصري ...
Read More »بیلاروس کې د جمهور رئیس په خلاف مظاهرې کړې
د بیلاروس په پایتخت منسک کې شاوخوا سلو زرو کسانو د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشنکو په خلاف مظاهرې کړیدي. په بیلاروس کې د اګست د میاشتې راپدیخوا چې د جمهوري ریاست انتخابات شوي، خلک د جمهور رئیس په خلاف مظاهرې کوي خو نن د یکشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۳ (وږي۲۳) ...
Read More »