Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 115)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

افغان کرکټ لوبډلې په تمریني سیالی کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو نړیوالو لوبو مخکې پرون شنبه تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې پکې افغانانو په ۲۲ منډو توپیر ایرلنډیانو ته ماته ورکړه. افغان کرکټ بورډ وایي، چې افغان ايلېون لوبډلې پرون د ايرلنډ پر وړاندې په يوې تمريناتي لوبه کې ...

Read More »

هند کې د کووید-۱۹ ضد واکسین تطبیق پیل شو

رویداد خبري آژانس

په هند کې پرون شنبې جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۷) د کووید-۱۹ ضد د واکسین تطبیق پیل شو. په لومړي پړاو کې نرسان، ډاکټران او نور هغه کارکوونکي واکسین کیږي چې په کووید-۱۹ اخته رنځورانو سره سر او کار لري. د هند صدراعظم نریندرا مودي د واکسین د پیلولو په مناسبت ...

Read More »

مالیې وزارت:د بودجې تصویب کې ځنډ مو له ستونزو سره مخ کوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰م مالي کال د بودجې په تصویب کې ځنډ دوی په اوږدمهال کې له ستونزو سره مخامخ کوي. دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان ولسې جرګې د دوهم ځل لپاره د روان مالي کال د بودجې طرح رد کړه، د ...

Read More »

افغان زعفرانو د نړۍ په کچه د ښه کیفیت لومړی مقام ګټلی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان زعفرانو په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی. د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې د خوراکي توکو د خونديتوب نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفرانو ته د خوند درې زرین ستوري یعنې ...

Read More »

روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي خو یو ځل بیا یې ټینګار کړی دی چې هېوادوال باید د کرونا ویروس د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ...

Read More »

عربستان کې ” ډرايو ان سينما ” جوړېږي

رویداد خبري آژانس

د سعودي عربستان په دمام او جده کې د نويو سينماګانو د جوړولو تر اعلان وروسته اوس تازه ويل شوي دي، چې د سعودي عربستان په رياض ښار کې به ډرايو ان سينما هم د خصوصي سکتور په مرسته جوړه شي. ډرايو ان سينما په يوه خلاص مېدان کې جوړېږي، ...

Read More »

امنیت شورا: د امریکايي سرتیرو کمېدل پر جګړې اغېز نه لري

رویداد خبري آژانس

د ملي امنیت شورا وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل د جګړې پر وضعیت کوم تاثیر نه لري. د امریکا ملي دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د سرتیرو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی. خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ...

Read More »

د امریکا د روغتیا وزیر استعفا ورکړه

رویداد خبري آژانس

د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار له خپلې دندې استعفا کړې ده او د ولسمشر ډ‌ونالډ ټرمپ په ګډون یې د هغه له ټولو ملاتړو غوښتنه کړې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په سړه سینه خپله ماتې ومني. الکس ایزار ټرمپ ته په یو لیک کې ویلي، هیله ...

Read More »

امریکا د ایران، چین او اماراتو پر یوه شمېر شرکتونو نوي بندیزونه لګولي

رویداد خبري آژانس

د امریکا متحده ایالتونو د ایران، چین او متحده عرب اماراتو پر ځینو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي دي. د امریکايي چارواکو په خبره یاد شرکتونه د ایران د کښتۍ چلوونې له شرکت سره د اوسپنې سوداګري لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن پر ۷ شرکتونو ...

Read More »

ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

رویداد خبري آژانس

د ارزګان ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د ارزګان د کرنې ریاست رییس احمدشاه خیري وایي، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت د کروندګرو او ...

Read More »