له افغان حکومت د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی نن چهارشنبه (د کب ۲۷ مه نېټه) چې ګڼ سیاسي شخصیتونه هم په کې شامل دي د روسیې په لورې روان شول. د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان پلاوي غړي د ...
Read More »دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۱ طالبان ووژل شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي او هوایي ځواکونو کندهار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ طالبان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل. له دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو ...
Read More »چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام پیل کړ
چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام د هغو کسانو لپاره پیل کړ چې د سفر نیت لري. دا ډیجیټال تصدیق چې پهکې د کرونا ویروس د ازموینې نتیجه معلومه شوې وي، د دوشنبې په ورځ د (وي چټ) په نوم د ټولنیزو رسنیو له لارې پيل شو. د ...
Read More »د یوناما مشره دیبورا لاینر قطر ته تللې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشره دیبورا لاینر قطر ته تللې او هلته به د طالبانو او افغان مذاکراتي پلاوو سره بحثونه ولري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، د دغه دفتر مشره دیبورا لاینز قطر ته تللې چې ...
Read More »پاپ فرانسیس؛ په عراق کې د تاوتریخوالي ختمېدو غوښتنه کړې
پاپ فرانسیس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او تُندلارې په ختمولو ټينګار وکړ. د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کرونا وبا اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی ...
Read More »له لوګر۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شوې دي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت وايي،د لوګر له مس عینک کان څخه شاوخوا ۲۵۰۰ قلمه موندل شوي لرغوني اثار کابل ته ولېږدل شول. د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل:”د لوګر له مس عینک څخه شاا و خوا ۲۵۰۰ قلمه اثار ...
Read More »جرمني:ایران دې د امریکا د ډیپلوماسي وړاندیز ومني
المان له ایران څخه غوښتي چې د اټومي تړون په اړه دې د امریکا د ډيپلوماسي وړاندیز ته لبیک ووایي. د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې د حل وړ دي او ایران که چېرته غواړي چې ستونزې یې اوارې شي ...
Read More »د امریکا ولسمشر بایډن د ډونالد ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لغوه کړ
د امریکا ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان لغوه کړ چې له مخې یې ډېر هغه کسان متحدو ایالاتونو ته له تلو منع شوي وو چې د ګرین کارټ یا په امریکا کې د اوسېدو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي وو. ټرمپ دغه بندیز تېر کال ...
Read More »جرمني: د اټمي تړون ټولې ژمنې پوره کول د ایران په ګټه ده
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هایکو ماس له ایرانه وغوښتل چې دا یې په ګټه ده څو د نړۍ له قدروتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ټولې ژمنې پوره کړي. ماس تېره ورځ په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بېوسلې کولو کنفرانس ته په وینا کې ...
Read More »امریکا کې په کووېډ-۱۹ د مړه شویو کسانو شمېر پنځو لکو ته ورسېد
په امریکا کې په ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر نږدې پنځو لکو ته رسېدلی. دا په داسې حال کې ده چې دغلته د دغې وبا پر ضد د واکسین چارې چټکې شوي او د مثبتو پېښو شمېر هم په کمې کچه دوام کړی دی. د جانز هاپکنز پوهنتون ...
Read More »