Home » Tag Archives: رویداد خبري آژانس (page 12)

Tag Archives: رویداد خبري آژانس

حامد کرزی:ځینې هېوادونه د افغانستان په مسایلو او سوله کې د مداخله هڅه کوي

رویداد خبري آژانس

پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې هندو ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د سولې روانې پروسې ته ټول افغانان هیله من دي او تمه ده چې دلته د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. هغه همدا راز د سولې له پروسې سره د سیمې ...

Read More »

کورنیو چارو وزارت: پولیسو ۵ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي

رویداد خبري آژانس

کورنیو چارو وزارت وایي، د هیواد په څو ولایتونو کې یې پنځه کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي. د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندز، کندهار، ننګرهار او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو ...

Read More »

ایرګاشوف:امریکا او نړیوال باید په دې پوه شي چې د افغانستان ستونزه له نظامي لارو نه شي حل کېدلی

رویداد خبري آژانس

ایرګاشوف:افغانستان ته له نظامي لارو نه بلکې اقتصادي لارو ثبات راتللی شي امریکا او نړیوال باید په دې پوه شي چې د افغانستان ستونزه له نظامي لارو نه شي حل کېدلی. په ازبکستان کې د یوه تحقیقاتي مرکز مشر بختیار ایرګاشوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي په ...

Read More »

د کابل بالاحصار ودانۍ د بیا رغونې هوکړه لاسلیک شوه

رویداد خبري آژانس

د کابل بالاحصار د تاريخي ودانۍ د ځينو برخو د مرمت هوکړه ليک په افغانستان کې د هند د سفير او آغا خان شبکې د ديپلوماتيکې استازې ترمنځ لاس ليک شو. په پام کې ده چې دا پروژه به د هند په مالي مرسته عملي شي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ...

Read More »

هند کې په یوه ورځ د کورونا ویروس نږدې ۷۰ زره پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

هند کې ریکارډ په یوه ورځ تر ۶۹ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې. له دې سره په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر درو ميلیونو ته په رسېدو دی. تر امریکا او برازیل وروسته هند درېيم هېواد دی چې دې وبا ډېر خلک پکې اغېزمن کړي او ...

Read More »

پاکستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیا راولي

رویداد خبري آژانس

پاکستاني چارواکو ویلي په تورخم کې د ترانزېټ او باروړنکو موټرو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابروي او په غلام خان بندر کې به د ترازېټ په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي. پاکستاني چارواکو ویلي، اوسمهال په تورخم کې د افغان سوداګرو تر درې زرو پورې کانټینرې بند ...

Read More »

د یونان ساحلي سرتېرو د مهاجرو پر یوې کښتۍ ډزې کړې

رویداد خبري آژانس

چارواکو پرون سه شنبه وویل چې د یونان سرحدي سرتېرو دغه هیواد ته د مهاجرو د یوې کښتۍ د ورتګ د مخنیوي لپاره «د خبرداري» ډزې کړې دي. یاده کښتۍ له ترکیې څخه د یوناني سواحلو په لور روانه وه. پېښه پرون سه شنبه وروسته له هغې رامنځ ته شوه ...

Read More »

ټرمپ:اردوغان د چا نه اوري خو زما خبرو ته غوږ نیسي

رویداد خبري آژانس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ترکیې ولسمشر د چا خبرې نه اوري خو یوازې د ده خبرو ته غوږ نیسي. نوموړي زیاته کړې، د ترکیې رهبر یوازې زما اوري او بس. اناتولي اژانس د فاکس نیوز په حواله راپور ورکړی دی چې نوموړي ویلي، د نړۍ رهبرانو ...

Read More »

ایران د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیاری ښودلی

رویداد خبري آژانس

ایران یو ځل بیا ویلي چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دی.  د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د افغانستان د مشورتي  لویې جرګې له پرېکړې د هرکلي تر څنګ ویلي ایران د افغانستان د ګاونډي په توګه د سولې کوربه توب ته تیار ...

Read More »

امریکا: پاکستان دې “مذهب ته د سپکاوي ” قانون ژر اصلاح کړي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په پاکستان کې ” مذهب ته د سپکاوي” د قانون نه ځیني وختونه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او له همدې کبله یې د پاکستان نه غوښتي چې پدې قانون او د محکمو په سیستم کې چې هر څومره ژر کیږي، اصلاحات راولي. د ...

Read More »