په کابل کې پر عبدالرحيم شهيد ښوونځي د غبرګو چاودنو په دويمه ورځ، نن پنجشنبه د (غويي په لومړۍ) په بلخ کې پر يوه پخواني جومات چاودنه شوې ده. ولايتي چارواکو هم د پېښې په تائيدولو سره ويلي، پر سه دکان جومات دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ ...
Read More »امريکا: اړمنو افغانانو ته سلګونه مرستندویه کڅوړې رسول شوي
په قطر کې د افغانستان لپار د مريکا مېشت سفارت خبر ورکړی، چې د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې د چټک ملاتړ پروګرام له لارې يې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته سلګونه مرستندويه کڅوړې رسولي دي. دې سفارت په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، تیره اونۍ د USAID ...
Read More »ملګري ملتونه: افغانستان کې ۲.۳ ميليونه ښځې لازمو مرستو ته اړتيا لري
ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې د ميندوارو ميرمنو پر وړاندې ستونزې مخ پر زياتېدو دي او له همدې کبله ده چې د زېږون او اړوند ناروغيو پرمهال ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي. په افغانستان کې د نوموړي سازمان د وګړو صندوق مشر الېکساندر ساشا ...
Read More »بوريس جانسن پر دوه اړخيزه اړيکو د خبرو لپاره هند ته رسېدلی
د برېتانيې لومړی وزير بوريس جانسن نن پنجشنبه د (غويي په لومړۍ) هند رسيدلی دی او دغلته به له هندي چارواکو سره د هند او برېتانيې د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړي. نوموړی هند ته په رسېدو سره په يوه کلتوري جشن کې د ګډون په موخه په ګوجرات ايالت ...
Read More »ځوانان: د نجونو پر زدهکړو د بنديز دوام ضايع نه فاجعه ده
په کابل کې يو شمېر ځوانانو نن پنجشنبه د (غويي په لومړۍ) له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو د بنديز دوام په غبرګون کې، د رسنيز کنفرانس له لارې خپل اعتراض ترسره او د پرانيستې غوښتنه يې وکړه. ياد ځوانان ټينګار کوي، که د نجونو د زدهکړو په ...
Read More »توماس ويسټ: طالبان دې د ديني عالمانو له غوښتنې سره سم د نجونو ښوونځي پرانېزي
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست پرون چهارشنبه د (وري په ۳۰مه) د يوې ټليفوني اړيکې له لارې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د نجونو پر زدهکړو د بنديز دوام په اړه اندېښنه ښودلې. نوموړي ويلي چې د طالبانو له لوري د نجونو ...
Read More »پاکستان: پر ډيورنډ کرښه د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې پر ځای دي
پر خوست او کونړ د پاکستان له هوايي او ځمکنيو بريدونو وروسته، يو بيا د دې هېواد چارواکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د امنيتي وضعيت په اندېښنې مطرح کړي دي. د پاکستان په بهرنيو چارو کې سلاکارې وزيرې حنا رباني کهر چې تازه يې دنده پيل کړې، پرون چهارشنبه د ...
Read More »کاناډا کې امريکا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونو وړاندې کول پيلېږي
په کاناډا کې د افغانستان سفارت پرون چهارشنبه د (وري په ۳۰مه) خبر ورکړی، چې په امريکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګيريو له تړل کېدو وروسته به دغلته د مېشتو افغانو لپاره په کاناډا کې کونسلي خدمتونه وړاندې کوي. په اوتاوا کې د افغانانستان سفارت د يوې اعلاميې په ...
Read More »روسيه: په ماريوپول کې اوکرايني ځواکونو ته د تسليمې لپاره مهلت ورکړل شوی
روېټرز خبري اژانس د روسيې دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې ځواکونو يې د اوکراين په ماريوپول ښار کې اوکرايني ځواکونو ته يوه ورځ مهلت ورکړی څو له جګړې پرته وسلې پر ځمکه کېږدي. د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې وسلهوالو ځواکونو يې د بشري ...
Read More »افغانستان کې وچکالۍ کافي خوړو ته د ماشومانو لاسرسی محدود کړی
د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا Save The Children په افغانستان کې د وچکالۍ او له دې درکه د کرنې زيانېدو په تړاو په تازه راپور کې ويلي، چې يادې چارې په افغانستان کې لوږه زياته کړې او ېوازې څه باندې ۵ ميليونه ماشومان د کافي خوړو له نه ...
Read More »