په داسې حال کې چې د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د وروستۍ پرېکړې له مخې ښځې او نجونې تفريحي پارکونو ته له تګ منعه شوي، خو تازه په کابل کې د ځينو خصوصي پارکونو مالکانو د ټولو خلکو پر مخ د خپلو پارکونو د تړلو پرېکړه کړې ده. ...
Read More »برېتانيې د خپل ماموريت پرمهال د وژل شوو افغان ماشومانو کورنيو ته غرامت ورکړی
د برېتانيې دولت په افغانستان کې د هغو ماشومانو کورنيو ته يوه اندازه نغدې پيسې د غرامت په توګه ورکړي، چې د برېتانوي ځواکونو له لوري د ترسره شويو عملياتو پرمهال وژل شوي دي. د وسلهوال تاوتريخوالي پر ضد يوې خېريه موسسې چې مرکز يې په لندن کې دی په ...
Read More »د امريکا منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي له ډيموکراټانو مخکې دي
د امريکا د منځمهاله ټاکنو پايلې ښيي، چې د دې هېواد جمهوري غوښتونکو ګوند له خپل سيال ګوند ډيموکراټانو مخکې دی. د اعلان شوو پايلو له مخې، تر دې مهاله د استازو جرکې له ۴۳۵ څوکيو څخه جمهوري غوښتونکو ۱۹۸ او ډيموکراټانو ۱۷۳ څوکۍ خپلې کړي دي. د دې دواړو ...
Read More »“د افغانستان زلزله ځپلو سيمو کې زرګونه ښځو ته د زېږون خدمتونه وړاندې شوي”
د ملګرو ملتونو وګړو صندوق وايي، چې د خوست او پکتيکا په زلزله ځپلو سيمو کې يې د بشري غبرګون او د ژوند ژغورنې خدمتونه لا هم دوام لري. د وګړو صندوق د افغانستان برخې نن چهارشنبه د (لړم په ۱۷مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې يوازې ...
Read More »جنوبي وزيرستان کې پر پوستې د بريد له امله پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پاکستاني ځواکونو پر امنيتي پوسته بېګاه شبه د (لړم په ۱۷مه) وسلهوال بريد شوی او په نتيجه کې يې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې بريد شاوخوا يوه بجه د واڼه اړوند په رغزۍ نومې ...
Read More »لاوروف: د افغانستان په اړه ټول راتلونکي احتمالي مسايل له طالبانو سره شريکوو
ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه دايېره شي، خو له دايېرېدو وړاندې يې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې د افغانستان په اړه ټول ترسره کېدونکي مسايل به د دې هېواد له سرپرست حکومت سره شريک شي. نوموړي دا ...
Read More »کرن ډيکر له ځينو افغانانو سره د بحث لپاره پاکستان ته تللې
د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيره کرن ډيکر له افغانانو سره د سلا مشورو او خبرو اترو په دوام سره، پرون سېشنبه ناوخته د (لړم په ۱۶مه) پاکستان ته تللې ده. نوموړې پرون په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له ۳۰ کلونو وروسته پاکستان ته تللې ده. ميرمن ...
Read More »اروپايي ټولنې له زيانمنو شوو افغانانو سره د ۵۰ ميليون يورو مرستې اعلان کړی
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په لړ کې، د بشري او اقتصادي ناورين په ترڅ کې له زيانمنو افغانانو سره د مرستې په موخه ۵۰ ميليون يورو ځانګړي کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په دې اړه ويلي، چې دا اندازه مرسته به ...
Read More »امريکا د هايټي د دوو جرمي ډلو پر مشرانو نغدي جايزه اعلان کړه
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په هايټي هېواد کې د ماوزو او کريز بيري دوو ډولو د درېيو مشرانو پر سر د ترسره کړو جرمونو امله د يو- يو ميليون ډالرو نغدي جايزه اعلان کړې. دې وزارت بېګاه شپه د (لړم په ۱۵مه) اعلان وکړ، د هغو مالوماتو په بدل ...
Read More »حکومت په پاکستان کې د بندي افغانان شمېر ۳۰؛ خو حامد کرزی يې ۱۱سوه بولي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون يکشنبه د (لړم په ۱۵مه) د خپرو راپورونو په استناد د نيول شوو ۱۱سوه افغانانو نيول کېدل د خواشنۍ وړ وبلل؛ خو تازه د افغانستان حکومت دا شمېر يوازې ۳۰ کسان ياد کړي دي. حامد کرزي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ...
Read More »