سرپرست حکومت په يوه تازه اقدام کې پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) پنځه ادارې له دولتي تشکيلاتو لغوه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې له دې وروسته د حقوقي او بوديجوي واحدونو په توګه په تشکيلاتو کې ځای نه لري. په دې ادارو کې د فغانستان بشري حقونو ...
Read More »سراجالدين حقاني: امريکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو، ښې اړيکې ورسره غواړو
د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د امريکا په شمول له ټولې نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې د خپلو ټولو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی. نوموړي بېګاه شپه د امريکا له CNN ټلوېزيون سره په مرکه ...
Read More »شانګهای سازمان: تېرو ۹ مياشتو کې د افغانستان بشري وضعيت ډېر خراب شوی
د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو استازي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶) د افغانستان وضعيت پر سر د بحث په موخه، د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې سره راټول شوي. د دې سازمان غړو هېوادونو استازو د خپلې څلور ورځنۍ غونډې د پرانيستې پرمهال، په افغانستان کې بشري ...
Read More »پاکستان د ټيټيپي دوه مهم غړي خوشي کړي
يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو، پښتونخوا او بلوچستان کې د فعالې تحريک طالبان پاکستان ډلې دوه مهم غړي له زندان ازاد کړي دي. دې سرچينو زياته کړې، دامهال په افغانستان کې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ د سولې مذاکرات دوام ...
Read More »د سعودي پادشاه له سختې ناروغۍ وروسته له روغتون رخصت شوی
د سعودي عربستان پادشاه له څو ورځو راهيسې د سختې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر کړای شوی و؛ خو پرون يکشنبه د (غويي په ۲۵مه) له روغتون څخه رخصت شوی دی. د نوموړي د ناروغۍ پرمهال ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د نوموړي ناروغي خورا ...
Read More »ملګري ملتونه: د نجونو زدهکړې د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي اړتيا ده
ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر موضوع تمرکز کړی او ويلي يې دي چې هر څه ژر بايد له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ هم تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا ...
Read More »هرات کې د افغانستان او ايراني محصولاتو ګډ نندارتون جوړېږي
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ايراني محصولاتو يو ګډ نندارتون، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او دولتي استازو په ګډون سره په هرات کې جوړ شي. په همدې تړاو په هرات کې د ايران کونسل محمد صديق فر د هرات له والي نور احمد اسلام ...
Read More »پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
په پاکستان کې د ساحل په نوم د ماشومانو د حقونو برخې فعال يوه غير دولتي بنسټ په خپل تازه راپو کې، پر ماشومانو د جنسي تېري د پېښو ګراف د لوړېدو خبر ورکړی. په راپور کې ويل شوي، چې په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې ټولتال پر ماشومانو د ...
Read More »ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه څېړنې کوي
ملګرو ملتونو پرون يکشنبه د (غويي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بنت په مشرۍ يوه پلاوي افغانستان ته سفر پيل کړی. دې سازمان ويلي، چې د ياد سفر موخه د هغو بشري حقونو د نقض په اړه ...
Read More »سېګار: بېوزلۍ او تنګلاسۍ په افغانستان کې د پښتورګو پلورل زيات کړي
د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار پرون يکشنبه ناوخته د (غويي په ۲۵مه) د خوړو نړيوال پروګرام او د نورو نړيوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ زياتېدو له امله خلک مجبور شوي څو د بدن ځيني غړي ...
Read More »