په افغانستان کې د ښځينه فعالانو د ښځو حقونو د اعادې په موخه په يوه تازه ګام کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي. د دې ښځينه فعالانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي او په جلا توګه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي او ...
Read More »سپينه ماڼۍ: بايډن له ولسمشر شي سره د اړيکو پياوړي باب د پرانيستو هڅه کوي
د امريکا ولسمشر جوبايډن او د چين ولسمشر شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره په خپلو کې نن دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) په اندونيزيا کې سره وليدل. د دواړو مشرانو دا ليدنه د جي۲۰ هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې شوې ده. سپينې ماڼۍ په دې اړه ويلي، ...
Read More »“تېره مياشت کې له ايران څخه شاوخوا ۲سوه زره افغانان ويستل شوي”
د روسيې سپوټنيک خبري اژانس په نيمروز کې د افغانستان سرپرست حکومت د چارواکو له قوله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې يوازې په تېره مياشت کې سلګونه زره افغانان د ايران حکومت له لوري بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د راپور له مخې، په تېره ...
Read More »ارمينيا: په ناګورنو قرهباخ سيمه کې پر خلکو د اذري ځواکونو بريدونه دوام لري
د ارمينيا او اذربايجان ترمنځ د پولې پر سر د لانجې په دوام کې تازه ارمينيا ادعا کړې، چې اذربايجاني ځواکونو په لانجمنه ناګورنو قرهباخ سيمه کې پر ملکي وګړو بريدونه جاري ساتلي دي. د ارمينيا لومړي وزير نېکول پاشينيان نن دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې په ...
Read More »پاکستاني چارواکي: بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو بريدګر طالب دې ور وسپارل شي
پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو هغه سرتېري د ورسپارولو غوښتنه کړې، چې پرون يکشنبه يې په سپين بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي. د افغانستان پوله ساتو ځواکونو يوه سرتېري پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د کندهار په ...
Read More »پښتين: په خپله خاوره جنګ او ناامني نه شو زغملی
د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د بنو په جانيخېلو سيمه کې د امن په پلوۍ او د ترهګرۍ د مخنيوي په موخه ولسي سمينار ترسره کړ او د مختليفو سيمو لسګونه اوسېدونکو په کې برخه لرله. د سمينار پرمهال په پښتونخوا او قبايلي ...
Read More »سعودي تائيد کړه چې له امريکا سره يې په مناسباتو کې ستونزې شته
په داسې حال کې چې د نفتو د توليد پر اندازې د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو سړېدو راپورونه ورکړل شوي؛ خو تازه د سعودي عربستان چارواکو تائيد کړې چې له امريکا سره په اړيکو کې يې ستونزې رامنځته شوي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل ...
Read More »جنوبي وزيرستان لاريون؛ پښتانه دې د ترهګرۍ د سون توکو په توګه نه کارېږي
په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې زرګونه ځايي اوسېدونکو نن يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د ترهګرۍ خلاف او د امن په پلوۍ سولهييز پاڅون او لاريون وکړ. لاريون کوونکو د اعتراض په توګه د واڼه له رستم بازار څخه پلی تګ پيل او له بازار څخه په څو سوه ...
Read More »اېتوپيا حکومت او ټيګري وسلهوالو د سولې هوکړې عملي کولو سند لاسليک کړ
د اېتوپيا حکومت او د ټيګري د خلکو ازادۍ جهبې يا TPLF استازو پرون شنبه د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې د سولې شوې هوکړې د عملي کولو سند لاسليک کړ. د دواړو لوريو استازې د تېرې اوونۍ له دوشنبې راهيسې د داسې لارو چارو په اړه پر مذاکراتو بوخت ...
Read More »يومانا د افغان متشبثينو د ملاتړ لپاره له حکومت سره د خبرو د دوام غوښتنه کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال رامیز الاکبروف د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر سره ليدلي دي. يوناما په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې نن يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) ليکلي، چې په دې ...
Read More »