د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP او د پاکستان ديني عالمانو ترمنځ له مذاکراتو د باخبره سرچينو په حواله ويلي، چې د پاکستان د تمې خلاف د دې هېواد ديني عالمانو پلاوي د ټيټيپي ډلې مشران نه دي قانع کړي او په ...
Read More »اروپايي ټولنه: افغانستان کې د ټولو اقشارو په ګډون يوه ټولشموله حکومت ته اړتيا ده
اروپايي ټولنې يو وار بيا په افغانستان کې د يوه ټولشموله حکومت د رامنځته کولو پر اړتيا ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د ورته يوه حکومت رامنځته کيدل د افغانانو په ګټه دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلاسن چې د افغانستان په ...
Read More »امريکا: د افغانانو ترمنځ د پخلاينې پروسې نه پيلېدل د خواشينۍ وړ خبره ده
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استاز توماس ويسټ وايي، د افغانانو ترمنځ د پخلاينې يوې جدي پروسې نه پيليدل خورا د خواشينۍ وړ خبره ده. نوموړي پرون سېشنبه د (زمري په ۴مه) د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس ته په خبرو کې ويلي، چې د ښځو له ملاتړ ...
Read More »جرمني: د نړيوالو متحدانو ناسمې پرېکړې له امله افغانستان له سخت ناورين سره مخ دی
د جرمني بهرنيو چارو وزيرې انالينا بايربوک له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې چې تازه خپره شوې، د افغانستان په اړه د امريکا او خپلو لوېديځ متحدانو پرېکړه ناسمه بللې ده. نوموړې ويلي، د يادو متحدانو ناسمه پرېکړه د دې سبب شوه، چې په افغانستان کې وضعيت خراب ...
Read More »روسيې د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه معاف کړه
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمري کابلوف خبر ورکړی، چې روسيې د ابتکار په توګه د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه معاف او صفر ته يې رسولي دي. نوموړي دا خبر د افغانستان په تړاو د تاشکند کنفرانس ته د خبرو پرمهال ورکړی او ويلي يې دي، ...
Read More »متقي: د امريکا اقتصادي بنديزونه په افغانستان کې د لوږې اساسي لامل دی
د افغانستان سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، سره له دې چې افغانستان له يوې خوا شل کلنې جګړې ځپلی، له بلې خوا د هېواد اقتصادي نظام د امریکا د متحده ایالتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې هم دی. نوموړي نن سېشنبه د ازبکستان په کوربهتوب د افغانستان په اړه د تاشکند ...
Read More »کابل کې د امريکا پخواني سفير ط.البان د افغانستان په مديريت کې پاتې بللي
په کابل کې د امريکا پخواني سفير رونالډ نيومن د ط.البانو واکمنۍ ته په اشارې سره ويلي، چې دا ډله په افغانستان کې د يوه موډرن دولت د مديريت کولو وړتيا نه لري. نوموړي له امريکا غږ سره په مرکه کې چې بېګاه شپه خپره شوې ويلي، طالبان په لنډه ...
Read More »تقي عثماني: کابل کې له ط.الب چارواکو سره پر اسلامي اقتصاد بحثونه پيل شوي
د پاکستان ديني عالمانو يو ۸ کسيز پلاوی پرون دوشنبه د (زمري په ۳مه) کابل ته راغلی او ورسره سم د باختر خبري اژانس خبر ورکړ، چې دا پلاوی به د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له ډلې سره خبرې وکړي او دې ته به يې قانع کړي چې د ...
Read More »امريکا: تاشکند غونډه کې د امريکايي پلاوي ګډون له افغانانو د ملاتړ په موخه دی
ټاکل شوې چې په تاشکند کې د افغانستان په اړه د سيمې او نړۍ هېوادونو کنفرانس نن سېشنبه د (زمري په ۴مه) د يوې ورځې په ځنډ سره پيل شي. په دې غونډه کې پر نورو هېوادونو سربېره د امريکا متحده ايالاتو هم د خپل استازي د ګډون خبر ورکړی ...
Read More »“له ټيټيپي سره په خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ديني عالمانو پلاوی کابل ته راځي”
پاکستاني خبريال طاهر خان خبر ورکړی، چې ښايي په نږدې راتلونکي کې د پاکستان ديني عالمانو يو پلاوی چې په ترکيب کې يې د دې هېواد مطرح ديني عالم مفتي غلام الرحمن هم شامل دی، افغانستان ته سفر وکړي او د سفر موخه به يې دغلته د تحريک طالبان پاکستان ...
Read More »