Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 38)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

کراچۍ کې پر پوليسو خپل مهمات چاودېدلي او مرګ ژوبله يې ور اړولې

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې پر پوليسو چاودنه شوې، چې له کبله يې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. چارواکو ويلي چې چاودنه د کراچۍ باغ په نوم سيمه کې د پوليسو يوه مرکز کې د مهماتو ټولولو پرمهال شوې او له امله ...

Read More »

امريکا: د حقاني شبکې ځيني غړي خبر وو چې الظواهري په کابل کې دی

په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ايمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، امريکايي چارواکو ادعا کړې چې د حقاني شبکې ځيني غړي پر دې خبر وو، چې نوموړی په کابل کې دی. د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سوليوان له PBS ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، د ...

Read More »

سراج‌الدين حقاني په افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو حضور رد کړ

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني هغه راپورونو رد کړل، چې ګواکې د القاعده شبکې جنګيالي يو شمېر مهم غړي په افغانستان کې ميشت دي. نوموړي له يوې هندي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې هېڅ غړی نشته او په ...

Read More »

امريکا؛ د القاعده ملاتړو له لوري پر خپلو اهداف د احتمالي بريدونو خبر ورکړی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري له وژلو وروسته، د يادې ډلې د ملاتړو له لوري په نړۍ کې د امريکا پر اهدافو د احتمالي بريدونو د ترسره کولو خبر ورکړی. دې وزارت پرون سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) ويلي، چې د ...

Read More »

نانسې پلوسې د چين له خبرداري سره سره تايوان ته رسيدلې

په داسې حال کې چې چين؛ تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسې د سفر په تړاو د ناسمو پايلو خبردادری ورکړی، خو پر دې سربېره هم نوموړې بېګاه شپه تايوان ته رسېدلې ده. پلوسي د تايوان په پلازمېنه ټايپي کې د نوموړي هېواد له چارواکو ...

Read More »

سيګار: د افغان ښځو وضعيت اړه انديښنې لا زياتې شوي

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سيګار په خپل تازه درې مياشتني راپور کې، چې د امريکا انګرېس ته يې وړاندې کړی د افغانستان په تړاو د ګڼو نورو مسايلو ترڅنګ د نجونو او ښځو پر اوسني وضعيت تمرکز کړی. په دې راپور کې ويل ...

Read More »

الظواهري کابل ته له راتګ وړاندې چرته و؟

رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو په حواله ويلي، څو کاله وړاندې امريکا داسې مالومات ترلاسه کړل چې د القاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو قبايلي سيمو کې اوسي. دې چارواکو ويلي، چې امريکا له هماغه وخت را په دېخوا د الظواهري د پيدا کولو په هڅه ...

Read More »

اوباما: د الظواهري په وژلو سره د سپټمبر ۱۱مې قربانيانو نسبي تسلي وشوه

د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري وژل کېدو په غبرګون کې ويلي، چې اسامه بن لادن او ايمن‌الظواهري په وژل کېدو سره د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملان عدالت ته وسپارل شول. نوموړي نن سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) خپل ټوېټر کې ...

Read More »

ټروډو: د الظواهري وژل کېدل د نړۍ د خونديتوب لپاره ښه ګام دی

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د امريکا له لوري په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی او د نوموړي وژل کيدل يې نېک اقدام بللی دی. ټروډو نن سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ...

Read More »

چين: تايوان ته د امريکا استازو جرګې د مشرې سفر به ناوړه پايلې ولري

د چين بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، که د امريکا استازو جرګې مشره نانسې پلوسې تايوان ته سفر وکړي، دا به د چين په کورنيو چارو کې د ښکاره مداخلې په مانا وي. د نوموړي وزارت وياند ژو ليجيان په دې اړه ويلي، چې تايوان ته د پلوسې سفر په ...

Read More »