د باجوړ اجنسۍ اوسيدونکو په داسې حال کې اعتراضيه پرلت پيل کړی، چې په دې وروستيو کې دغلته هم د نورو قبايلي سيمو په څېر ناامني زياته شوې ده. همدا تېره ورځ د (زمري په ۲۸مه) په باجوړ ايجنسۍ کې پر پوليسو چاودنه شوې او په ترڅ کې يې دوه ...
Read More »حمدالله محب: طالبان له وضعيت ناخبر او د واک له بايللو ويرېږي
په تېر حکومت کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، په اسنيو شرايطو کې طالب مشران پر حکومتولۍ د نه پوهېدو ترڅنګ له وضعيت هم ناخبر دي. نوموړي پرون جمعه د (زمري په ۲۸مه) په کندهار کې د وروستۍ قومي لويې غونډې ترسره کېدو ته په اشارې سره ...
Read More »ايران دغلته مېشت ټولټال ۴ ميليونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت کړي
د ايران د دولت وزير احمد وحيدي وايي، چې په افغانستان کې له سياسي بدلونو په وړاندې او وروسته موده کې يې ميليونونه هغه افغان کډوال راجسټر کړي، چې دې هېواد ته ورغلي او مېشت دي. نوموړي په تاشکند کې د شانګهای همکاريو سازمان غونډې ته د خبرو پرمهال ويلي، ...
Read More »“د طالبانو د سفر معافيت مسئله د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې جنجالي شوې”
د الجزيرې ټلوېزيون خبريالې اماندا پرايس خبر ورکړی، چې دامهال د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د ط.الب چارواکو د سفر معافيت پر جنجالي موضوع بدله شوې ده. نوموړې پرون ناوخت د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ډيپلوماټانو په باور د ...
Read More »امريکا: طالبان نور په هيڅ صورت د باور وړ نه دي
د امريکا بهرنيو چارو وزارت چارواکي وایي، چې ط.البانو تل خپلې ژمنې ماتې کړي او له همدې کبله دغه ډله نور د هېڅ ډول باور وړ نه ده. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس خبريالانو ته ويلي، چې طالبانو په دوحې کې له هوکړې وروسته له امريکا او ...
Read More »سټولټنبرګ: په ميراث د ولسواک افغانستان په پرېښودو کې ناکام يوو
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه له اوږدې چوپتيا وروسته، په دې هېواد کې پر خپلو تېروتنو اعتراف کړی دی. نوموړي بېګا چهارشنبه د شپې د (زمري په ۲۶مه) خبريالانو ته ويلي، چې د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونه ونه توانېدل چې پر ځان بسيه او يو ...
Read More »د تايلنډ ۱۷ بېلابېلې سيمې چاودنو لړزولي
نن چهارشنبه د (زمري په ۲۶مه) د تايلنډ په سويل کې د پټاني په نوم ولايت بېلابېلو ۱۷ سيمو کې چاودنې شوي او له امله يې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده. د چاودنو په سيمو کې ځايي چارواکو ويلي، داسې برېښي چې يادې چاودنې د واحدې همغږۍ له مخې شوي ...
Read More »ايران: په افغانستان کې د امريکا استخباراتي نفوذ اوس هم شته
په داسې حال کې چې پر افغانستان د ط.البانو د دويم ځلي واکمنۍ يو کال پوره شو، ورسره سم ايراني چارواکو ويلي چې امريکا اوس هم په افغانستان کې استخباراتي نفوذ لري. د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د ...
Read More »سناتور لينډسي ګراهم پر امريکا او متحدانو يې له افغانستان د احتمالي بريد خبرداری ورکړی
د امريکا په سنا مجلس کې جمهوري غوښتونکي سناتور لينډسي ګراهم خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه پر امريکا او د هغې پر متحدو هېوادونو د ترهګريز بريد د کېدو احتمال شته. نوموړي له فوکس نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې امريکا لا يوه جګړه ختمه کړې نه ده، ...
Read More »پښتون قومي جرګې؛ ټيټيپي ته د پښتونخوا او قبايلي سيمو د سپارلو مخالفت وکړ
د پښتون امن قومي جرګه پرون د عوامي ملي ګوند په بلنه د پېښور په باچاخان مرکز کې ترسره او په کې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنۍ، هدفي وژنو پر مخنيوي او دغه راز له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت پر روانو مذاکراتو خبرې خبرې ...
Read More »