د هند شمال ختيځ ميزورم ايالت چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ايالت کې د نړۍ په کچه د لوی فاميل لرونکی پلار نن د شکر ناروغۍ او وينې لوړ فشار له امله مړ شو. زيونا چهانا ۷۶ کلن و، ۳۹ ميرمنې او ۸۹ تنه اولادونه لري. د فاميل له ...
Read More »جي۷ هېوادونو په افغانستان کې د دايمي اوربند لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه
د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو په لندن کې د خپلې سرمشريزې پرمهال د افغانستان پر روان وضعيت هم بحث کړی او د جګړې ختمولو په موخه يې له ښکېلو اړخونو په ځانګړې توګه له وسلهوالو طالبانو او دغه راز له افغان حکومت غوښتي، چې د دايمي اوربند لپاره دې ...
Read More »نفتالي بينيت د اسرائيلو نوی لومړی وزير شو
د اسرائيلو پارلمان پرون يکشنبه د ( د غبرګولي ۲۳مه نېټه) نوې اېتلافي حکومت ته د تائيد رايه ورکړه. د پارلمان له لوري د نوي حکومت له تائيد سره سم، په اسرائيلو کې د مخکيني لومړي وزير بنيامين نتنياهو د واک موده هم پايته ورسېده. نفتالي بينيت چې د اېتلافي ...
Read More »نايجريا کې وسلهوالو ۵۳ تنه په ډزو وژلي
وسلهوالو بريدګرو د نايجريا په زمفره ولايت کې پر خلکو ډزې کړې او د رسمي شمېرو له مخې د يادو ډزو په ترڅ کې ټولټال ۵۳ تنه وژل شوي دي. يو شمېر سرچينو فرانس پرېس اژانس ته د شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۲مه نېټه) ويلي، د نوموړي ولايت ...
Read More »سږکال په پاکستان کې د خرو شمېر زيات شوی
په پاکستان کې د يوې ترسره شوې اقتصادي سروې موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې د نورو اهلي ژويو په پرتله له ۲۰۲۰ ميلادي کال څخه په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې د خرو شمېر زيات شوی دی. د سروې له مخې، سږکال په پاکستان کې د نويو خرو له ...
Read More »ملګري ملتونه: اېتوپيا کې لوږې ۳۰زره ماشومان له مرګ سره مخ کړې
ملګرو ملتونو د اېتوپيا شمال په ټيګري ولايت کې قحطۍ او لوږې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، د دغه سازمان موندنې ښيي چې په ټيګري کې ۳۰زره ماشومان له شديدې لوږې سره مخ دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صدوق وياند جېمز اېلډر پرون د ...
Read More »