Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 166)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

عادله راز: د افغانستان په اړه د امريکا پر سياستونو افغانان بې‌باوره دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وايي، له افغان حکومت سره د امريکا وروستي چلند ته په پام سره افغانان د راتلونکي په اړه د امريکا پر سياستونو بې باوره شوي. نوموړې له اکسيوس امريکايۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، ښايي د افغانستان په ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د وسوله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

پاکستاني چارواکي وايي، وسله‌والو په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته مرګونی وسله‌وال بريد کړی چې په ترڅ کې يې پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د رسنيو د راپورونو له مخې، چارواکو دا نه دي ويلي چې په دې بريد کې څو تنه پاکستاني پوځيان وژل ...

Read More »

هندي ځواکونو د شاهرخ خان زوی ارين خان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نيولی

هندي چارواکو خبرو ورکړی چې د بالېووډ سينما وتلي ستوري شاهرخ خان زوی ارين خان د دغه هېواد د نشه‌يي توکو د کنټرول ادارې له لوري نيول شوی دی. د هندوستان ټايمز د راپور له مخې، نوموړی پرون يک‌شنبه د (تلې په ۱۱مه) په يوه کېښتۍ کې نيول شوی. په ...

Read More »

پېنډورا اسناد: د څېړونو پايلې ښيي چې د ځينو هېوادو برحال او پخواني مشران پټې شتمنۍ لري

د څېړنيزو خبريالانو نړيوال کنسورشيم د يوې څېړنې په خپرو کړو پايلو کې د يو شمېر هېوادونو برحال او پخوانيو مشرانو د لسګونه او ان سلګونه مېليونه ډالرو په اندازه له پټو شتمنيو پرده پورته کړې. د يادو موندنو له مخې، شاوخوا ۳۵ تنه اوسني او پخواني مشران او دغه ...

Read More »

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د طالبانو چلند هڅوونکی نه دی

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې رامنځته شوو تحوولات او دغلته موجوده وضعيیت له نږدې څاري چې په خبره يې يوه خورا ناسم لور ته روان دی. د دې ټولنې د بهرني سياست مشر جوزېف بورېل پرون ناوخته د (تلې په ۱۱مه) له خپل سعودي سيال سره يوه ګډ خبري ...

Read More »

د کرکټ ملي لوبډله ۲ورځې وروسته د شل اووريز نړيوال جام سياليو لپاره عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرکټ په نړيوال ۲۰اووريز جام کې د ګډون په موخه به، د کرکټ ملي لوبدله د اکټوبر په ۷مه عربي اماراتو ته روانه شي. د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره، عربي اماراتو ته د ملي لوبډلې د سفر ټولې تخنيکي چارې ...

Read More »

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې ۷۰ سلنه رسنيو فعاليت درېدلی

د افغانستان خبريالانو ملي اتحاديه وايي، دامهال په افغانستان کې د رسنيو وضعيت د بل هر وخت په پرتله خراب شوی او حتا ډېرو رسنيو د ناسم مالي وضعيت له امله خپل فعاليتونه ځنډولي دي. د يادې اتحاديې د رسنيو برخې مسوول مسرور لطفي نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۱مه) ...

Read More »

عام افغانان: پښتونخوا او پاکستان ته د تګ پرمهال ترې تورخم کې پيسې اخيستل کېږي

يو شمېر عام افغانان شکايت کوي چې د اړتيا او درملنې په موخه پښتونخوا او يا هم پاکستان ته تګ پرمهال ترې، تورخم کې د وېزې په لرلو سربېره هم د پاکستاني ځواکونو له لورې پيسې اخيستل کېږي. دوی زياتوي چې دې وضعيت ناروغ افغانان چې د درملنې په موخه ...

Read More »

د افغانستان نجونو فوټبال ملي لوبغاړي پرتګال کې مېشت شوي

کابل ته د اسلامي امارت له دننه کېدو سره له هېواد دباندې د افغان ځوانانو د تګ لړۍ پيل شوه او په بهر کې مېشت شول. د افغانستان نجونو فوټبال ملي لویغاړې هم د يادو ځوانانو په ډله کې وو چې له افغانستان څخه د وتلو په لومړي ګام کې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې له امله د ماشومانو خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې په دغه هېواد کې لوږه په شدت سره مخ زياتېدو ده . د ملګرو ملتونو د ماشومانو برخې يا UNICEF مسوولانه وايي، د لوږې زياتېدو افغان ماشومان د ...

Read More »