د ایران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي مارتين ګرېفټس سره ليدلي او دواړو خواوو په افغانستان کې پر بشري وضعيت او په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو پر وضعيت خبرې کړي دي. عبداللهيان ويلي، په افغانستان کې بشري وضعيت ...
Read More »منظور پښتين: ملګري ملتونه دې پښتونخوا او قبايلو لپاره د حقيقت موندنې کمېسيون جوړ کړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظر احمد پښتين وايي، ملګري ملتونه دې په قبايلي سيمو، پښتونخوا او سويلي پښتونخوا کې د خلکو بشري وضعيت مالومولو په موخه يو داسې کمېسيون جوړ کړي، چې په يادو سيمو کې د خلکو له لوري د شوو ادعاوو په اړه رښتيا مالوم کړي. نوموړي ...
Read More »ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي
د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېګاه شپه د (تلې په ۵مه) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه او په کې د يادې شورا غړيو هېوادونو استازو د افغانستان اوسني وضعيت په اړه نظرونه وړاندې کړل. دې غونډې ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما ...
Read More »ګوټريش: طالبان دې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د دې سازمان امنيت شورا ته د خپل درې مياشتني راپور وړاندې کولو پرمهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو په شمول د افغانانو اساسي حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د نوموړي په راپور کې ويل شوي، که څه هم طالبان د ...
Read More »شمالي او جنوبي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيان متعدد بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده. وسلهوالو تېره شپه د جنوبي وزيرستان اړوند په اعظم ورسک نومې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر پوسته بريد کړی او په کې يې ...
Read More »عباس ستانکزی: د ښوونځي دروازې بايد خلاصې شي؛ ګني مخالفان دې يې دلايل ووايي
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې يوار بيا د حکومت لاسته راوړنو ترڅنګ پر يو شمېر برخو نيوکې وکړې او له مسوولانو يې وغوښتل چې په يادو برخو کې نيمګړتياوو ته متوجې شي. نوموړي چې نن سېشنبه د (تلې په ۵مه) يې د ...
Read More »فتانه نجيب: ډاکټر نجيبالله د نجونو او هلکانو زدهکړو لپاره ډېرې هڅې وکړي
نن سېشنبه د تلې ۵مه د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجيبالله د وژل کېدو له ۲۶م تلين سره برابره ده. ډاکټر نجيبالله ټيک ۲۶ کاله وړاندې په همدې نېټه کابل ته په لومړي ځل د طالبانو اسلامي تحريک د ځواکونو له دننه کېدو سره ووژل شو. د ډاکټر نجيبالله د ...
Read More »امريکا: له افغانانو سره د امريکا مرستې به يوازې پر بېړنيو اړتياوو لګېږي
امريکايي چارواکو له افغانستان سره د امريکا بشري مرستو دوام ته په اشارې سره ويلي، چې يادې مرستې به يوازې او يوازې د افغانانو پر بېړنيو اړتياوو ولګول شي. د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ نن سېشنبه د (تلې په ۵مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ...
Read More »بلېنکن: په افغانستان کې امن د امريکا او پاکستان ګډه موخه ده
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو سره له ليدنې وروسته ګډ خبري کنفرانس ته ويلي، چې امريکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت غوښتونکي دي. بلېنکن له بلاول سره ليدنه کې د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ ...
Read More »اروپايي ټولنه: ايران کې د لاريونوالو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ نه دي
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزيف بوريل په ايران کې د لاريون کوونکو پر وړاندې د زور زياتي په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د ايراني پوليسو له لوري د لاريون کوونکو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ عمل نه دی. جوزيف بوريل دا ...
Read More »